موده وشوه څو تنه پښتانه ځوانان په فېسبوک کې لګيا دی، پرله‌پسې یې دين، مذهب، عقيده، د خلکو باورونه، څلي، تمې او وېرې تر اور لاندې نيولې.

رښتيا خبره دا ده چې ما ته د کلي د جومات پر ممبر ناست ډبرمغزی ملا او د اروپا د يوه سمسور ښار د ماڼۍ په دويم پوړ کې ناست ځوان يو ډول ښکاري. ما تر اوسه د دوی دوو تر منځ لږ ښه او ډېر ښه، لږ بد او ډېر بد و نه شوای موندای.

يوه له ممبره خوله خلاصه کړې، يوازې د اخيرت وېرې او تمې خپروي، دنيا یې دوزخ ګرځولې، بل له فېسبوکه‌ خوله خلاصه کړې، يوازې دنيا یې رانيولې، اخيرت ته یې اور اچولی.

ملا دا غم نه کوي چې دا خلک په نړۍ کې ژوندي دي، ‌دا وطن ورته تمه لري، دا ژوند تېرول غواړي، دا خلک پالل غواړي او هغه بل بیا د دې په کيسه کې نه دی چې دې خلکو څوارلس سوه کاله د جنتي اخيرت په تمه تېر کړي. ژوند یې تر اخيرت جار کړی، ايمان لري، ‌عقيده لري، تر هر څه عقيده ورتېره ده، خوا یې ورباندې بدېږي، عقيده یې دومره ورباندې ګرانه ده چې شېرين اولادونه د همدې عقيدې له‌پاره ځانمرګيو بريدو ته لېږي، په ژوند یې کبابوي، تر مور او پلار پسې تېر دي. ته ورځې هماغه عقيده یې توهينوې؟

هغه کونډه چې ورور او خاوند یې شهيدان شوي، يوه کوړه چچوخي پچوخي يتميمان سرې خولې ورباندې راټول دي، د بېګاه نه لري، يوازې د اخيرت تمه ورپاتې ده،‌ ورور او خاوند یې ملا ورڅخه واخيستل، دغه د اخيرت تمه ته پسې ځنې اخلې؟

خو په ژوند مو هيڅ ور پرې نه ښوول.‌

دغه زما ولس ولې هيڅوک نه درک کوي، ولې هر سړی غواړي چې څنګه ده ته ښه ښکاري، درست ولس پر هماغه خوا روان کړي.‌

ملا ګله!

د اخيرت کيسې به پرېږدو، د هوا په مرغيو به حساب نه کوو، نغده خبره به کوو؛

دا دی ما نن ږيره پرېښوه، څلور ګزه پټکی مې تر سر تاو کړ، پايڅې مې تر کوناټو راپورته کړې، زما ژوند ته به یې څه ګټه ورسېږي؟ زما اړتياوې به څومره پوره کړي؟

کار به مې جوړ شي؟ تنخوا به مې زياته شي؟ اقتصاد به مې ښه شي؟ لګښتونه به مې راکم شي؟ په نورو هېوادو کې به څوک د سړي په سترګه راته وګوري؟ وطن به مې جوړ شي؟ که به ترهګر شم، سل ځايه به تلاشي کېږم، چې څوک مې وينې منډې به راڅخه وهي؟ کرکه به راڅخه کېږي د خلکو.

بې‌دين ګله!

دا دی نن ما پر خپلو ټولو هغو سپېڅليو، چې پېړۍ پېړۍ یې ما او زما اباګانو عبادت کړی، ناړې تو کړې، څه ګټه به یې راورسېږي؟ زما اړتياوې به څومره پوره کړي؟

موټر به پيدا کړم؟ تر دې وروسته به نه مرم؟ په کلي، جومات او هديره کې به مې قدر او عزت زيات شي؟ د خلکو به ښه واېسم؟ خواخوږي به مې ډېر شي؟ که به په لومړۍ ورځ لکه فرخنده خلک اور راواچوي، سل او شل ټاپې به راباندې ولګېږي، درستې کورنۍ ته به مې پېغور پاتې وي، پر لاره به له ډاره نه شم ګرځېدای،‌ مخکې به مې اخيرت ته تمه وه، د نړاندې ژوند که هر څومره تريخ وای، تېراوه مې، د اخيرت تمه به مې وه، اوس به مې هغه هم ختلې وي.

بې‌دينه ګله!

ته همېشه د انسانیت چيغې وهې، تر هر دین، مذهب او عقيدې انسانیت لوړ بولې او همدا وایې چې د انسان وینه مه تويوئ، حق یې مه خوروئ، خوږوئ یې مه، ازار یې مه اخلئ، پيسې مه ورڅخه لوټئ، دا فکر ولې نه کوې چې د دې خاورې انسانانو ته د بدن تر وينو، خولو او اوښکو، عقيده ګرانه ده، ټوله شتمني تر عقيده جاروي،‌ ته چې یې عقيده رټې، زړه یې خوږېږي، ‌دا داخلي درد ولې ته درد نه بولې؟

سيکولره ګله!

ته همېشه چيغې وهې چې هر سړی پوه شو، خدای یې پوه شو، دین او عقيده یې پوه شوه، نو ولې تمامه ورځ د بل په عقيده پورې سريښ یې؟

ملا ګله!

پنځه وخته د قران ايت وایې چې لکم دینکم ولی دین، نو ولې دې تمام ژوند د دينونو تر منځ اورلړونی ګرځولی، ولې دا خلک سره جنګوې، ولې دې درست ولس د دين په نامه اور ته ونيو؟ ولې کرکه خپروې؟ ولې دا وژنو، وحشت، وطن ورانونې او انساني کرامت تر پښو لاندې کولو ته پسې اړم یې؟

رښتيا خبره دا ده چې زما د وطن انسان هيچا درک نه کړ، هيچا یې مجبوري ته د مجبوري په سترګه و نه کتل، هيچا یې درد احساس نه کړ، هر چا یې په پښو کې له پرتو ځولنو سره، په ځان پسې په خپله خوښه کش کړ.‌ هيچا دا انسان کله خپلې خوښې ته پرې نه ښود، تر اوسه یې اجازه و نه مونده چې د خپل زړه خبره واوري.‌ زما د وطن انسان لکه د بزکشي څاروی، د اندونو، عقيدو او باورونو د پالوانانو تر منځ‌اندام اندام دی.

ملا، بې‌دينه، سيکولره، اتييسټه،‌ بله او بله ګله!

ستاسې ټولو عقيدو او باورو ته موږ احترام لرو، تاسې هر يو موږ ته د قدر وړ ياست، لطفا تاسې په خپلو کې وزغمئ، يو بل مه وژنئ او موږ خپل ژوند ته پرېږدئ.‌

لطفا دا ولس خوشې کړئ چې هماغه د پلار او نيکه اسلام ته وروګرځي، هماغسې سوله‌ييز مسلمان پاتې شي، نه نړۍ ورانه کړي، نه بل ازار کړي، نه وطن ويجاړ کړي، نه یې له اخيرته تمه وخېژي.‌

دا ولس عقيده لري، رواج لري، رسم لري، کاڼی لری، نرخ لري، دود لري، پور لري، څلی لري، سيال لري، شمله لري، ننګ لري، ابرو لري، عزت لري،‌ غيرت لري،‌ حتا دښمني ته لا خپل اصول لري، هر څه لري او زه باوري يم چې ستاسې يوه عقيده هم دومره د ده درد نه شي دوا کولای، څومره یې چې د ده خپل اساسات او څلي دوا کولای شي.‌

پرېږدئ دا سړی چې د خپل پلار او نيکه غوندې مسلمان پاتې شي، خوشې کړئ دا اسير انسان چې د مور ورښوولی لمونځ وکړي. پرېږدئ دا انسان خپلې مخې ته چې په خپلو اصولو د خپلو وينو، خولو او اوښکو دغه ولاړ ډنډه ته ورخونه وباسي.

دا ليکنه په سرخط ورځپاڼه کې خپره شوې.

2 thoughts on “د باورونو مافيا/ سيدشاه سقيم”
  1. ډیره ښکلې پر ځای او د پند لیکنه ده، سقیم خانه هیله ده چې د هغو ځینو دوستانو سترګې پرانیزې چې رشتیا هم له مړې ګیډي ږغیږې، دوي ته دا لوبه یوه ذهني عیاشي ده او زور یې دلته تر موږ او تاسو غریب ولس خیژي

  2. سید شاه سقیم وروره زه ستاسو سره پر فسبوک ملګری یم خو کله می چی دقرار یوه لیکنه ولوستله نو ستاسو لیکنو او نوم سره می سترګي مخامخ شويو.
    څه وخت کیږی فسبوک دځینو خلکو دخبرو دلاسه نه استعمالوم خو ستاسو دوستانو اوخوږو ملګرو چی په مجازی نړی کښی سره یوځای شوي یاست تل مو یادوم او هغه لیکنی چی دلته خپروی تعقیبوم یی په ځانګړی توګه ستا،مجیدقرار اواستادتنهالیکنه ماته روحی ارامښت راپه برخه کوی.
    دغه لیکنه چی کې ولوستله بی څاري زرین ټکي په کښی رانغاړل شوي دي چی ډیر څه می تری زده کړل.
    تل تاند،بریالی اوسرلوړی ووسی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *