د زمانې په غوړېدلي کتاب کي خان عبدالغفار خان ملي قهرمان او د ازادۍ د تحريک سالار عظيم هغه نه هيريدکونکی شخصيت دی چي نه يواځي په لوی افغانستان او هندوستان کي پيژندل شوې څهره ده بلکي د نړۍ په سطحه يې د ملي او سياسي نهضتونو ټول علمبرداران ورسره اشنا دي او دده مبارزې ته په درنښت قائل او تمائل دي.
بابا د لوی افغانستان د ټولو اقشارو او قومونو سره ځانګړې مينه لرل، بابا خپل ژوند ټول په ساده توب او خاکساري کي تېر کړی دی. دبابا ژوند يوه لويه فلسفه ده چي بنسټ يې پر عدم تشدد ولاړ دی موږ ټول افغانان بايد دبابا له افکارو او نظرياتو څخه بايد ګټه پورته کړو تر څو په سوله او مينه کي ژوند وکړو.
ځکه نړۍ په سوله ښه ښکاري نه په جنګ جګړو او نفرتونو، زه اوس دلته دبابا پر سيرت او ژوند بحث نه کوم بلکي غواړم دبابا دفکر مشالونه په لنډ ډول ياداوري کړم.
د بابا ارمان
زه يو خوب وينم:
يو لوی ارمان لرم، زما د ولس حالت د صحرا او بيابان د هغو ګلونو په څېر دی چي په صحرا کي زرغونه شي، څوک يې غم نه خوري، يو څو ورځي وروسته مړاوی شي، او بيا دخاورو سره خاوري شي.
زه غواړم چي زما ولس د يو او بل سره په غمونو او ۍادۍ کي شريک وي. زه غواړم چي زما ولس د قام د خوشحالي لپاره د برابرۍ پر بنسټ يو د بل سره اوږه پر اوږه کار وکړي.
زه غواړم چي دوئ خپل ملي رول ولوبوي. او الله(ج) او بشريت ته د خدمت له لاري د نړۍ د نورو ولسونو په قطار کي خپل مناسب ځای ونيسي.
خپل ولس د بابا خطاب په دي ډول دی، يو قوم شئ:
زه تاسو ته وايم چي دښمن لګيا دی، تاسو ورکوي او په دي کوښښ کي دی، نو پاڅئ!
دا خپل کور جوړ کړئ دا بېل بېلوالی پريږدئ يو قوت شي، که يو قوت او يو قوم شوی نو ستاسو دنيا به هم ودان شي او اخيرت هم.
د بابا په نظر د انجينو تعليم.
زما خيال ورځ په ورځ د جینکو تعليم او تربيت طرف ته زياتيږي ولي چي زه دا خبره دقوم لپاره خطرناکه ګڼم چي هلکان دي تعليم وکړي او جنکۍ دي د علم نه محرومي پاتي شي.
وګورئ بابا ښځو او سړيو ته په څومره ارزشت قايل دی، دی وايې ( ښځه او سړی د ګاډي دوه پايې دي، که يوه پنچر شي نو ګاډي نوره مخ ته تلی نه شي) بابا سيالي او بي زايه خرڅ ډير ناوړه ګني او په دي ډول يې انځوروي ( زموږ د افغانانو يوه بدقسمتي او نا پوهي داده چي موږ په بي ځايه خرڅ، رسم او رواج باندي په زرګونه پيسي خرڅ کوو، خو د قام، هيواد او ټولنيزو شيګڼو لپاره د يوي پيسې خرڅ کولو ته تيار نه يوو، بابا افغان قوم ښه تشخيص کړی دی او په اړه يې وايې:
افغانان ډير مضبوت قوم دی او ګټه کولای شي، خو په افغانانو کښي دوه کمزورۍ موجودي دي، ،يوه دا چي بي اتفاقه دي او بله دا چي پيسو ته ايمان نه لري او که دا دوه کمزورۍ!
ترې ووځي نو د دنيا هيڅ قوت پري غلبه نه شي وکولای.
همدارنګه بابا خپله د عمل سړی وو، نو ځکه خو خپل ولس ته هم د عمل کولو وړانديز کوي. په دې هکله دبابا نظريات داسي دي ( په دنيا کي کوم قومونه چي خبري لږ کوي او عمل ډير، نو هغه قومونه تر خپل منزل ته رسيدلي دي، زه تقرير نه کوم زما په وړانديز غور او فکر وکړئ، خپل ځان وپيژنئ، خپل خدای(ج) وپيژنئ او خپل دوست او دښمن وپيژنئ.
بابا د خپل ځان په تړاو داسي وايې، زما مذهب رشتيا، مينه، محبت او د خدای(ج) خدمت دی، مذهب تل دنيا ته د ورورولۍ او محبت پيغام
راوړی دی او خدای(ج) خو خدمت ته اړتيا او ضرورت نه لري، د هغه د مخلوق خدمت کول د هغه خدمت دی.
په همدي توګه هيواد د راتلونکي په اړه داسي وړاندوينه کوي ( نن ورځ د افغانانو لپاره د ټوپک
ضرورت نشته، بلکي د قلم ضرورت دی ولي چي
زموږ د وطن ازادي به په ټوپک نه بلکي په قلم به وي) همداشان د بابا ډير تاکيد پر دې دی چي خلک د خپلو شتو قدرداني وکړي، خپلي ملي ژبي پياوړي کړي په علم يې بډايې کړي، د خپل
هيواد جامي په تن کړي، ساده خواړه وخوري له بيځايه اصراف څخه ډډه وکړي، کمي پيسي چي پر بيځايه سيالۍ خرڅ کوي هغه دې پر علم او پوهي ولګوي، د بي وسو وګړو
سره تر خپل وسه مرسته وکړي، لنډه دا چي دبابا د فکر مشالونه عبارت له قامولۍ، ورورولۍ، مينه،
محبت او اتفاق، ملي يوالۍ، لږ او په اندازه خبري کول، خو ډير عمل کول، د بابا د فکر ډيوه خو د ژوند هر اړخ ته رڼاکاني او شلاګاني شيندي، خو ځلا يې په لايې تنهايې کي وجود لري، زه همدلته پري بسنه کوم.
روح يې ښاد، ولس يې ودان.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۹) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۸\ ۱۳۹۳