د بایسکل چلول مې نوي، زده کړي وو. د توپان په رفتار به مې چلاوه. له سهاره تر ماښامه به مې د کلي ټولې کوڅې یو ځل پل او ګز کولې. له کورونو راوتلیو چریو یا باغونو ته ننوتیو وچو لښتیو کې مې رهی هم نه واهه.
یوازې د خان ابا له کړکۍ سره به ترې کوزېدم. هغه به د کلا له دروازې بهر حجرې کې د غرمې خوب کاوه او په ټول کلي کې یې مشهوره کړې وه چې ډېر بیدار خوب لري. موږ هلکانو به چې د لیندیو لپاره د ده له توتانو لښتې ماتولې، سملاسي به یې کړکۍ خلاصه شوه او د ټولو د مېندو، پلرونو، بلکې نیکونو د نومونو په یادوولو به یې د احترام ځانګړي مراسم پر ځای کړل.
د خان ابا له کوره به د جمیل اکا تر باغه بیا پیاده ورسره تلم. د باغ له دیوال سره یو څو ګرګې پرتې وې او چې یوه پښه به مې پرې کېښوده، بله به مې په اسانۍ پر بایسکل واړوله. ټول کلي کې مو یو والګا موټر و. هغه یې هم له خیاله په کادانه کې زوړ کړ، ځکه نو کلي او شاوخوا کې یې د موټر د تګ راتګ لارې نه وې.
همدا نرۍ نروچکې د پلي تګ راتګ لارې وې یا به کال نیم کې چېرې د کالو خېلو د سمندر، جاوا موټر سایکل پرې راغی، چې موږ به د سمندر ماما ټپ ټپ باله. سمندر خدازده د چا ماما و، خو زموږ وړو، زړو ټولو به پسې شا خېټور سمندر او مخامخ سمندر ماما باله.
زما یو مشکل به اکثر وخت دا و، چې بایسکل به له دغو نریو لارو رانه ووت. بې لارې کېده به. زور مې نه پرې رسېده، که څه بلا وه، خو بیلانس به یې رانه ګډوډ شو.
یوه ورځ مې نژدې ملا صاحب سره ټکر کړی و. هغه خوارکي لار راپرېښووه، یو څنګ ته شو، خو زما بایسکل یوه خوا شو، بله خوا شو او بالاخره یې ملا صاحب هم ټکنی کړ. هغه هم یوه بله خوا منډه کړه او وروسته یې د بایسکل ښکرونو ته لاس راوچاوه. بایسکل ودرېد. له حادثې بچ شوو، خو په خټو لړلی مخکینی ټایر د ملا صاحب له کالیو سره ونښت. کالي یې بې لمازه شول. ډېرې خبرې یې راته وکړې. هغه وخت مې په درنو لغاتونو سر نه خلاصیده، پرې پوه نه شوم. مازې مې خوله ورته جینګه کړه. خود به پوه شوی یې چې د تهیوري پر ځای یې پرېکټیکلي په څپېړه پوه کړم، چې جک مې وهلي دي او خندا راسره نه ښايي.
ایله د روسانو له راتلو سره زما د بایسکل د خپلسرۍ مشکل حل شو. د هغوی ټانکونه به د ماینونو له ډاره بې لارې ګرځېدل او درنو ځنځیرونو به یې هر لورته پر پسته ځمکه کرښې جوړولې. ما به په هماغو لارو کې بایسکل ځغلاوه، چې ټانکونو به جوړې کړې وې.
له خیاله به مې کې کله نا کله شاته د ټانک د ټایر پر نښې برسېره د خپل بایسکل د ټایر پاتې نښې ته کتل او په زړه کې مې خپل( آمبر) د هغوی تر (ګونګټو) بالا باله. د دوبي یو مازدیګر د معمول په خپل توپاني رفتار کور ته نژدې شوم، چې د کلا دروازه مې له لرې ولیده، دواړه دړې خلاصه ده. زړه مې غږاوه، چې راځه همداسې سپور د خونې مخ ته ورسېږه.
دغه فکر کې له درشله تېر شوم او مخکې له دې چې پرېکړه وکړم ښي لاس ته وګرځم، که کېڼ ته، چې له دروازې څلور یا پنځه متره لرې ولاړ (پرده) دیوال ته ورسېدم. یوازې درز مې واورېد، بیا مې لږ شېبه په خپل سر کې سرې دوړې او توره تیاره ولیدل.