افغانستان د اکتوبر له ۳۰مي د اکتوبر تر ۱۱مي په شارجه کي د کینیاسره په لوبه بوخته وو چي په ترڅ کي یې دوې شل اوریزي، دوې پنځوس اوریزي (یو ورځنۍ) او یوه څلور ورځنۍ (ټسټ) سیالي تر سره سوه چي افغانستان ټولي و ګټلې خو یوه وروستۍ شل اوریزه یې کینیا ته و بایلل چي په دې لیکنه کي به د افغانستان ددې ماتي پر ګټو خبري وکړو.
تاسو داسي فکر مه کوئ چي زه د خپلي لوبډلي د ماتي جشن لمانځم، بلکه اصل خبره داده چي ګټه په تاوان کیږي د بریا ګټه خو هر څوک وايي راسي چي زه نن تاسو ته ناکامۍ ګټي در و شمېرم.
تر دې وړاندي چي افغانستان او کینیا وروستۍ شل اوریزه لوبه تر سره کړي ما، ملګرو ته وویل چي کاش افغانستان دا لوبه په لوی لاس پر کینیا و بایلي، دوی به راته په قهر سوه خو ما ویل چي دې بایللو کي یو څه ګټي موجودي دي،دوی به نه منل.
اوس که افغانستان رښتیا هم دا لوبه قصداً پر کینیا بایللې وي خو ښه او که کینیا په رښتیا ورنه ګټلې وي نو بیا یې ګټي دوه برابره سوې.
لومړی: زموږ هیواد وال چي نوي له کریکټ سره بلد سوي، ډیری خو یې د لوبي په طریقه هم نه پوهیږي یوازي دا پوښتنه کوي چي چا و ګټل، بس غواړي د افغانستان د بریا واوري، یوه پوښتنه چي زما څخه ددې لوبو په لړ کي په لسګونه ځله سوې هغه دا ده چي (( د کینا سره دا دومره لوبي ولي تر سره کیږي)) ښايي دې پوښتني به تاسو هم پریشانه کړي یاست ځکه ځواب یې لږ وخت او وضاحت غواړي. وروسته داسي سوه چي کله به مو د کینیا په وړاندي د افغانستان د بري چاته وویل هغه به ددې پرځاي چي خوشحاله سي او خپل د لوبډلي ستاینه وکړي وویل: ((بس ښه کمزوري ټیم په لاس ورغلی)) که به مو هر څه ورته وویل کینیا تر سلو کلو زیاته د کریکټ تجربه لري، د نړیوال جام نیمه پای لوبي ته یې لار موندلې، خو دوی نه قانع کیدل، ددې وروستۍ ماتي له کتلو او اوریدولو سره به لږ تر لږه دغو خلکو دا احساس کړي وي چي د کینیا ټیم څه مازي ټیم ندی.
دوهم: زه د داسي ډیروصحنو شاهد یم چي په پیل کي د افغانستان کریکټ لوبډله مشوره سوه او سر پر سر یې بریاوي و ګټلې نو خلک زیات ور ویاړیدل خو بیا چي یې یوه نیمه لوبه و بایلل هم دې خلکو خپلي لوبډلي ته بد رد ویل، ملامتوله یې، ګڼ تورونه یې ورپوري کول او ورڅخه بې زاره وه .
مخکي مي هم یادونه وکړه، چي خلک مو د کریکټ څه چي د هیڅ لوبي په اړه اخلاقاً او اصولاً زیات زیات معلومات نلري، که افغانستان د کینیا څخه ټولي لوبي ګټلي وايي ددې شډلو خلکو توقعات به له خپلي لوبډلي دومره زیات سوي وايي چي که یې لوبه بایللې وايي نو هغه زړه کیسه به بیا تکرار سوی وايي.
اولس نه غواړي چي د افغانستان د نوم سره دماتي کلیمه ذکر سي، دا د زړونو غوښتنه ده خو عقل بیا دا نه وايی، په هره لوبه کي ګټل او بایلل حتمي وي، د وروستۍ لوبي له بایللو سره به لږ تر لږه د خلکو دا افراطي غوښتنه لږ را کمه سي او دوی به دا قبوله کړي چي لوبه د بریا او ماتي نوم دی.
دریم: تیري لوبي افغانستان په داسي ډول تر سره او و ګټلې چي د کریکټ د لوبغاړو تر څنګ یې د ای سي سي چارواکي هم حیران کړه، که وروستۍ لوبه هم په دې ډول افغانستان ګټلې وايي نو به د ای سي سي او د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي او د لوبډلي روزونکي په دې فکر وه چي د افغانستان لوبډله زیات تمرین او کار ته اړتیا نلري، دوی مسلکي سوي، غلطۍ نلري او له ډیرو تکړه ټیمونو سره د مخامخ کیدو وړتیالري. خو په وروستۍ لوبه کي ټولو ولیدل چي افغان کریکټ ملي لوبډله په کومه کچه کار، تمرین، روزني او پاملرني ته اړتیا لري.
موږ ولیدل چي کینیا لوبډله په وروستۍ لوبه کي تر افغانستان په بیټینګ، بالینک، فیلډینګ او… کي مخکي وه. دا ناکامي به د کریکټ بورډچارواکي متوجه کړي چي د لوبي لپاره یو ښه روزنیز پلان تر تیب او عملي کړي.
څلورم: تاسو څه فکر کوئ وروستۍ لوبه ولي افغانستان و بایلل؟ افغانستان کمزوری سوی، که کینیاټیم تکړه سوی وو؟ زما برداشت خو دا دی چي سمه ده کینیا به خامخا دې لوبي ته پوره چمتو والی نیولی وو خو مهمه دا، ښايي افغان کریکټ لوبډلي دا لوبه بابیزه ګڼلې وي. هغه په دې مانا چي کله له یوه ټیم څخه د افغانستان ځوان لوبغاړي یا په بل حساب اې ټیم څلور ورځنۍ لوبه و ګټي، هغه هم په لوی توپیر او تر هغه وړاندي یې نوري لوبي هم په ستر توپیر ورنه ګټلي وي، نو د هم هغه لوبډلي سره به یوه شل اوریزه لوبه څه چمتو والی و غواړي، ښايي دا فکر به وو چي افغانستان وروستۍ لوبه و بایلل. له دې ناکامۍ به زموږ لوبغاړي دا زده کړي چي که لوبډله هر څومره کمزوره او یا هم دوی ورته تکړه وي خو لوبه به اسانه او بابیزه نه ګڼي، کنه نو له یوه داسي برخلیک سره به مخ سي.
پنځم: دا فطرت دی چي هر څوک د ځان لپاره ګټه خوښوي، بریا غواړي او په هیڅ صورت ناکامي او ماته نه خوښوي، زما نظر دی، ښايي غلط وي، له دې لوبو موږ خپل اصلي هدف چي نړیوال جام ته لار موندل دي تر لاسه کړ.
اوس نو که ټولي لوبي افغانستان ګټلي وايي او کینیا بایللي وايي نو د یو انسان په ډول د هغوی پر حال به مي زړه سوځلی وايي، د ۱۱۴ کاله تجربه لرونکې لوبډله، یوه نه دوې نه، درې هم نه، څلور هم نه بشپړي پنځه لوبي په خورا لوی توپیر و بایلي څه فکر کوئ اولس ته به څومره خړمخي يي، ملت به څومره ورنه مایوس وي او خپل هیواد ته به په کوم مخ ستنیږي.
د افغانستان بریا مي خوښه ده خو د یو انسان په ډول مي د کینیا پر ټیم دا شرم، دا مایوسي هم نه وه پیرزو. ښه سو چي هغوی هم لږ تر لږه له یوې لاسته راوړني سره ستانه سوه.
وروستۍ لوبي د بایللو زیان: که افغانستان وروستۍ شل اوریزه لوبه ګټلې وايي نو په نړیوال رینکینګ کي به یې درجه لوړه سوې وايي یاني اوس افغانستان د نړۍ په کچه په ټولو هیوادونو کي د کریکټ له مخي ۹ ځای لري، امکان یې لاره چي د وروستۍ لوبي له ګټلو سره به افغانستان تر څو نورو هیوادونو هم مخته سوی وای.
دا هغه څه دی چي افغانستان یې مخته هم راته راوړلای سي که ښه لوبه وکړي نور چانسونه هم ورکول کیږي چي خپل هیواد د درجه بندۍ په لړ کي نورهم وړاندي بوزي.
اردو کي اصطلاح ده (کچ پانې کیلیې کچ کونا پړتاهې) د څه لاسته راوړلو لپاره باید څه له لاسه ورکړو.
اوس نو تاسو ووایاست د دومره لږ څه له لاسه وتلو وروسته دومره زیاتو ګټو ته په کتو سره پکار نه وه افغانسان دا لوبه بایللې وايي؟
پاڅون صیب یوی ډیری ښی اوپه زړه پوری موضوع ته متوجه شوی یی زما په نظر کیدای شی دافغانستان ټیم دکینیا ټیم ته دیو کمزوری ټیم نظر کړی وی او همداسی ده ځکه دوی دکینیا د ټیم سره په اخری لوبه کی ۱۹ کلن ځوانان ولوبول نو دا ماتی دافغانستان لپاره دیره ښه شوه تر څو په راتلونکی کی هیڅ ټیم ته دضعیف ټیم په نظر ونه ګوری… هغه چی وایی چی که دښمن دګیدړه هم وی دزمری تیاری به ورته نیسی
مننه