تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، د بایومتریک رایو د شمېرنې او اطلاعاتي بانک ته د رسونې په برخه کې د کارونو د چټکتیا لپاره دوه جرمني انجینران کابل ته رارسېدلي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تاند ته تایید کړه چې د درمالوګ کمپنۍ دوه جرمني انجینران کابل ته رارسېدلي دي تر څو په سیسټم کې تخنیکي ستونزې هوارې او د بایومتریک رایو شمېرنه چټکه شي.
تر دې وړاندې د کمېسیون غړي مولانا عبدالله ویلي وو، په ۲۴ ساعتونو کې یې یوازې د ۴۵ بایومتریک دستګاو پایلې اطلاعاتي بانک ته رسولې دي او که کارونه همداسې سوکه روان وي، نو د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه نشي اعلانولی.
خو تېره ورځ داسې اوازې هم خپرې شوې چې د ټاکنو د کمېسیون پر کمپیوټري سیسټم سایبري حمله شوې ده، ځکه یې کارونه ځنډېدلي دي خو د کمیسیون چارواکو بیا وروسته دا اوازې په کلکه رد کړې.