بېنوا دى.
هغه په روسي ژبې سره پوره آشنا یي لري. له ۱۹۶۳ – ۱۹۶۴۴ ز. کال پورې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر لاسه کړې، او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم اخيستی دى. د ترجمې د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى دى.
ښاغلی استاد بختانی دننګرهار ، هیواد ، انیس ، زیری ، پکتیا ،ورځپاڼو او مجلو مشر هم پاتې شوی دی او دکابل په پښتو ټولنې او دافغانستان دعلو په اکاډمۍ کې هم علمي غړی و.استاد بختانی ته دافغانستان دعلو اکیډیمۍ د سر څیړاند (سر محقق) یاپوهاند علمي رتبه هم ورکړې ده …»
د استاد بختاني پر مړینه باندې د ځینو خواخوږو پیامونه:
غفور لیوال:
«زما او زما د همزولي نسل د استادانو استاد سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار، د خدايي خدمتګارۍ مشال، د عدم خشونت د فیلاسوفې یوازینی ژوندی یادګار، د ویښو زلمیانو سرلښکر او بنسټوال، موږ د تل لپاره یوازې پرېښودو.
زما د وروستي علمي ـ تحقیقي اثر (په ادبیاتو کې د اسطورې څېړنه ) د ده د شفقت نښه ده، همدی زما لارښود استاد و. د ده مهرباني به تل زما د سرسیوری وي.
استاده،
ارام شوې، همداسې ارام اوسې.»
رحمت آریا:
«خدمتگار زموږ د ادبی کهول یو ځلانده ستوری وو. دی به د تل لپاره د ادب د لمنې په آسمان کې له نورو ادبي ستورو سره یو ځای همداسې ځلانده وي. دی نه دی مړ. یوازې له موږ بیل سو. رب العزت دې دده کورنۍ او ټولو مینه والو ته د زړه صبر ورکړي. جنت یې ځای»
استاد شاه محمود محمود:
«با خواندن اين خبر سخت متاثر شدم با مرحوم بختاني در زمان كه محصل پوهنتون بودم آشنا شدم
در سيميناري در تالار سيدجمال الدين افغان در كتابخانه پوهنتون كابل
بعدا در اكثر سيمينار ها با هم ميديديم و از محضر شان فيض ميبردم إنسان دانشمند و محقق و فرهيخته يي بود
روحش شاد و يادش گرامي باد
براي فرهنگيان و هموطنانم و به خصوص فاميل محترم شان ، وفات اين دانشمند را تسليت ميگويم
انالله و انا اليه راجعون»
خبریال دات کام:
«د پښتو ژبې نومیالی او ستر لیکوال استاد سر څېړونکی عبدالله بختاني خدمتګار د اوږد رنځ ګاللو وروسته د تل لپاره له دې فانۍ نړۍ سره مخه ښه وکړه . انا لله و انا الیه راجعون د ننګرهار ولایت د سره رود په بختان کلي کې د دې نړۍ د پښتو ادب د اسمان ځلانده ستوري د خپل ژوند په اوږدو کې د پښتو او ادب په بڼ کې تر سلو زیات علمي،تحقیقي او ادابي اثار را زیږولي او ټولنې ته یې د ډالۍ په توګه پرېښودلي،چې پښتون قوم او د ادب لارویان به یې د تاریخ په اوږدو کې هیر نکړي . د خبریال ډاټ کام اداره د ستر استاد مړینه د پښتو او ادب لپاره ستره ضایعه بولي،مرحوم ته د پاک رب ج له درباره د فردوس جنتونو د ورکړې په موخه دعاوې کوي ، او د اروښاد کورنۍ،ملګرو او خواخوږو ته یې د ډاډګیرنې مراتبو وړاندې کوي. باید یادونه وکړو چې د نوموړي د مړينې له امله د ننګرهار والي ګلاب منګل هم خواشني څرګنده کړي ده روح دې ښاد وي.»
محمد طارق بزگر:
«هغه انسان چې تر مرګه یې قلم کلک نیولی وو
هغه استاد چې له ماشومتوبه ورسره اشنا وم. هغه مشر چې د پلار نژدې دوست او ملګري مې وو او هغه استاد چې تر مرګه یې قلم له خپلو خوارو او ضعیفه ګوتو لیرې نه کړ، هغه استاد چې لسګونه کتابونه یې افغان ولس ته په میراث پرښودل، هغه استاد چې د ویښ ځلمیانو له مخکښانو څخه وو او هغه استاد چې د مرګ خبر یې ما د خپلو بېکاره اوښکو په توئېدو بدرګه کړ.
ماشوم وم استاد به د کابل په خیرخانه مینه کې کله ناکله زموږ کور ته راته، له مینې ډک انسان وو، ما هغه وخت استاد بختیانی دومره پېژانده چې د پلار نژدې دوست او کاکا مې دی، او بس.
زما د هېواد څخه د لریوالی خورا ډیر کلونه تیر شول، خو له نیکه بخته مې استاد څو کاله مخکې په جرمنی کې ولید، لاسونو ته یې ورټيټ شوم چې ښکل یې کړم، اجازه یې رانکړه. په لنډ او تنګ وخت کې مو ډیرې خبرې وکړې، تیر وختونه تیر یادونه، استاد راسره د هغه او زما د پلار ناویلې خاطري شریکې کړی او هم یې د خپلو ناچاپو کتابونو یادونه وکړه.
خپل یو کتاب یې راته ډالۍ کړ. په ناروې کې زما له ناڅیزه فرهنګي کارونو خبر وو، په ښو الفاظو یې یاد کړل. ویل یې د پلار لار دې مه پریږده. د دعوت مجلې د دوام یې وویل زه پوهیږم په مسافرت کې ډیر دروند کار دی ستونزې به ډیرې وې، څوک ځان او څوک جهان جوړوي، دلته مادي دنیا ده، په قلم کې پیسې نشته خو نیک نوم او عزت به دې د قلم له امله تل مل وي خو د هر څه سره هڅه وکړه چې د مجلې خپریدل درنه بند نه شي.
نن لوی افغانستان خپل یو لوی خدمتګار له لاسه ورکړ. خو لار یې باید تعقیب او ارمانونه یې باید ترلاسه شي چې هغه لوی، هوسا او سرلوړی، یو موټیو غښتلی افغانستان دی.
روح یې ښاد
پر ګور یې نور»
او یو هم دا نظر:
بهیج عثماني:
«هغه سړی چې تر پايه يې خبرې وزن درلود.
اروايې ښاده او هغه دنيا يې جوړه!»
او په پای کې د موسی شفیق هغه لیک را اخلم چې په مصر کې یې د استاد بختاني په آدرس لیکلی و. دا لیک همدا نن گران مطیع الله روهیال د افغانستان د فرهنگ د لویو شخصیتونو د لیکونو د خپرولو په لړ کې خپور کړ. زه یې په امانتدارۍ، د روهیال صاحب له یادونې سره د بختاني صاحب د مړینې په پار بیا را اخلم:
«د ارواښاد موسى شفيق ليک مرحوم استاد بختاني ته!
[يادونه: دا ليک له مصره ارواښاد شفيق، مرحوم استاد بختاني ته رالېږلى دئ، دا هغه مهال دئ چي شفيق مرحوم په ازهر کي محصل دئ. اوس مهال د دې ليک ليکوال او تر لاسه کوونکى دواړه زموږ په منځ کي نسته، خو د دې ليک محتوى مو د هغوى له عظمت او ايثاره خبروي. زه د خپل هيواد دواړو ښاغلو ته چي لومړی د سياست نومیالی دوهم د فرهنګ خدمتګار وو، له خدايه جنت غواړم، م. روهيال]
زما ګران ورور بختاني صاحب!
نه پوهېږم تاسي به د ځان سره د دې کاغذ د ليکلو څه علت وټاکئ؟
ډېره موده وشوه چي ما تاسي ته خط خبر نه دئ دراستولى او تاسي هم د ليک مهرباني نه ده کړې، نو اوس د دې مکتوب ليکل طبعاً کوم علت ته منسوب دي. دا علت به څه شي وي؟ تاسي ته پنځه دقيقې د فکر کولو مهلت دئ.
د دې کاغذ په آخر کښې يوه موضوع ده، مګر ګومان و نه کړې چي هغه ګوندي د کاغذ د ليکلو سبب دئ.
که زما د کتاب د سفارش موضوع ته مو ذهن مبادرت وکړو هغه هم علت نه دئ.
ځکه دا چي ستاسي صرف يادونه د خط ليکلو له پاره سبب کېدى شي، دا هم پوره علت ځکه نه دئ چي تاسي زما هيڅکله هېر شوي نه ياست.
معلومه شوه چي تاسي ئې علت و نه موند، يا ئې همداسي فرض کړئ! نو اوس به ئې زه درته ووايم:
هغه تېره ورځ د پښتونخوا خاطراتو او د وطن د بېلتانه احساس زما په ټولو معنوياتو د منځنيو پېړيو حکومت کاوه. زه پاڅېدم د افغانستان نه د راغلو خطونو رَوَک مي ايله کړو او هلته مي ستاسي په يوه زاړه خط سترګي ولګېدې چي ومي لوست په ځان کښي مي يو شديد رغبت او د صحبت ميل احساس کړو. هغه و، چي د کاغذ ليکل ترې نه ضروري نتيجه شوه.
ښه! اوس دا مهمه ده چي څنګه ياست؟ ورځي شپې دي خداى پاک وکړي چي په خير تېري شوي وي او په خير تېري شي. (زېرى) هم ډېره موده وشوه چي د راتلو نه انکار کړى دئ. نو نه پوهېـږم چي اختياري دئ که اضطراري؟ کابل مجله هم آبله ورځ يو درې نسخې راغلې. ډېري شمارې ئې پخوا تر دې نه دي رارسېدلي. شايد علت به ئې دا وي چي د زېري سره خو ما بيخي کومک نه دئ کړى او د کابل مجلې سره مي کافي مرسته نه ده کړې. مګر هلته د يو پادري په باب کښي يو مضمون ما دراستولى و، نه پوهېږم چي خپور شو که نه؟
د کتاب مسئله هم ما ته معلومه ده. که چاپ شوى وي اميد کوم چي ما ته ئې هم کومه نسخه راولېږئ. يا کوشش وکړئ چي راډيو ئې راولېږي، دا د هغه ځاى په متعلق هر څه زما احوال دي:
زه د پاک خداى په فضل ښه يم. رخصتي مو تېره کړه او اوس دغه دئ پرون راډيو او اخبارونو اعلان وکړ چي ازهر په راتلونکې هفته کښي بيا شروع په درسونو کوي. يعني نوى تعليمي کال دغه دئ چي شروع کېدونکى دئ. د خداى پاک نه اميد کوم چي بيا په کاميابۍ آخر ته ورسيږي.
پروسږنى امتحان په ډېره ښه کاميابي تمام شو. د رخصتۍ په شپو کښي زه يو څو ورځي کليو ته تللى وم. د کليو خلک ډېر پاک زړونه او ډېر ډوډۍ ماره طبعه لري.
د مصر آب و هوا اوس ښه شوې ده. د ګرمۍ شپې تېري شوي او دغه دئ ژمى راتلونکى دئ. دلته منى ډېر لنډ دئ. نارنجان او ګازري تازه رارسېدلي دي او د مېوه فروشانو حرص لکه چي د پوره پخېدو وار نه دئ ورکړى. د نيل درياب هم اوس د جوش نه په کښېناستو شروع کړېده.
نن د مولد النبي عليه الصلوة والسلام بختوره ورځ ده. په دې مناسبت زما مبارکۍ ومنئ. خداى پاک تبارک و تعالى دي د هغه رحمة للعلمين په خاطر تاسي او موږ او د دنيا ټولو مسلمانانو ته خير پېښ کړي او دنيا او آخرت مو دي سم کړي. دلته دا ورځ د اختر غوندي ګڼل کيږي او پوره احتفال ئې د دولت او ملت له خوا نيولى شي. هلته زما سلامونه ټولو ته چي زما پوښتنه کوي ورسوئ. آغاى شېرين ته ډېر سلام ووايئ.
د خداى پاک نه ئې موفقيت غواړم. خادم صاحب خو به تاسي ته نژدې وي، که زما سلام او احترام مو ور ورساوه ډېره مهرباني به مو وي. د هغه قيمتداره نصايحو ته همېشه په احتياج کښي يم. اللهم نفعنا به فى الدنيا والآخره. مولانا سيفي صاحب، ژواک صاحب او نورو دوستانو ته هم سلام ووايئ. لکه چي غمخور صاحب هم هلته وي، هغه طبعاً د مسافرو غمونه نه خوري او بيا خاص چي اوس پښتو ټولني ته راغلى او هلته دومره غمجنان شته چي د هغوى نيم غمونه ئې هم درست عمر بس دئ. که زما ستړي ستومان سلام غم نه ګڼي نو ورته ئې وړاندي کړه خداى پاک دي وکړي چي هغه روغ او موفق اوسي.
اوه! بيا مي څومره سلامونه تاسي ته وسپارل. مګر وروره تاسي پوهېږئ چي بله چاره نشته. اوس هم لا د ښاغلي ځلمي سلام پاته دئ. هغه ته هم سلام ووايه. د دې سلامونو دپاسه دا د يو بل مسافر طالب خدمت:
دلته يو پښتون طالب په يو لار ځان د هند نه رارسولى. هغه هلته د قرغې د بند په عسکرو کښي يو خپلوان ضابط لري. د هغه ورسره خط کتابت و. مګر اوس اوس ئې قطع کړى او د ده کاله ته ډېره سودا ده. که زحمت نه وي کومه د جومې ورځ دې کار ته وقف کړئ ډېر ثواب پکښې دئ. د هغه ضابط نه د دغه طالب د کور د حال احوال پوښتنه وکړئ او بيا ئې لطفاً ما ته وليکئ. پته ئې دا ده: محمدسليم خان ضابط ټولى ٢، کنډک اول لواى ٣٢، فرقۀ ٥ مربوط قواى مرکز مقيم قرغۀ کابل. د طالب نوم محمدامان خان او د پيچ د درې دئ.
نور نو کاغذ ځکه نه اوږدوم چي اوس ترې بل خدمت پيدا نه شي، په همدې ځاى کښي زما سلام يو ځل بيا ومنئ او لاس راوږد کړئ چي خداى په امان درته ووايم.
په ډېره مينه
ستاسي مخلص ورور
محمدموسى شفيق
په الازهر کښي افغاني محصل
د ١٣٧٤ق د ربيع الاول ١٢ مه»