بختیار تلاش

خوني سمندر:

زه او ته د دې نړۍ هغه دوه ژوندي، خو بې بقا موجودات یو، چې له څو شېبو وروسته به له سپرې کشتۍ نه د خوني سمندر تل ته ور ولوېږو.

 خو پوهېږې؟!

دا ځای او مقام د هر چا په نصیب کې نه دی لیکل شوی، زه او ته دغه ځای ته د راغلې لارې لومړني او اخرني کسان یو.

ــــــــــــــــــــــــ

د ناهیلیو تکرار:

د ژوند هره شېبه مې د رواني ناروغیو ډاکترانو ته یوه نوې تجربه ورکوي، رواني ډاکټران وايي، اکثره ناهیلي شوي کسان د خپل ژوند زیاته برخه د خپلو ناهیلیو په بیا ځلي تکرار تېروي، دوی دا فرمول زما له ناهیلو ناروغیو څخه زده کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *