ښاغلی تلاش

۱

له سترګو نه مې خوب څاڅي
وېرېږم
چې ته ترې ونه لوېږې!

۲

په همدې عمر به

دومره مینه درکړم

چې

ټول ارمانونه دې له سره راځلمي شي

او یوه نوې نړۍ درنه وغواړي!

۳

د رڼا لاس ونیسه

رنګونه ښه وسېزې

نغمې ته ښه ښکته شه

هله! همدغه وخت دی

نوی سرود جوړ کړه!

۴

خپلې اوښکې ساتم

خو

چې د بم درز شي

زړه او اوښکې مې

دواړه ولوېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *