تاند- د بخښنې نړیوالې ټولنې یا ایمنسټي انترنشنل د لیبیايي پناه غوښتونکو په وړاندې د اروپايي اتحادیې پالیسي وغندله او هغه یې په مدیترانې کې د لیبیايي پناه غوښتونکو د ډوبېدو علت وباله.

د بخښنې نړیواله ټولنه وايي، سږ کال تراوسه پورې تر ۲ زره زیات لیبیايي پناه غوښتونکي اروپا ته تر رسېدو وړاندې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

د پناه غوښتونکو پر سر د اتریش او ایتالیا نادندرۍ

اتریش له ایټالیا سره خپلې پولې ته ۴ زغرګاډي ولېږل چې له دغه هیواده خپلې خاورې ته د پناه غوښتونکو د اوښتو مخه ونیسي.

د اتریش د دفاع وزارت چارواکو پرون (سې شنبه) وویل چې ډېر ژر به له ایټالیا سره په خپله پوله کې د تګ راتګ په لارو کې د څارنې او کنټرول پوستې جوړې کړي.

د اتریش د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې د الپ غرونو په برینر کوتل کې به هم د کنټرول پوسته جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په دې سیمه کې د اتریش له لوري د پوستې د جوړېدا په وړاندې خبرداری ورکړ، ویې ویل چې دا کار د ازاد تګ راتګ په برخه کې د اروپايي اتحادیې د مقرراتو سرغړونه ګڼل کېږي.

د اتریش دفاع وزیر پیتر دوسکوزیل د خپل هیواد کرونیین څاریتونګ ورځپاڼې ته پرون وویل، تمه لري چې په پوله کې د څارنې او کنټرول مقررات ژر اجرا ګړي.

ایټالیا او اروپايي اتحادیې د اتریش د دفاع وزیر د دغو څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

سږ کال ۸۰ زره پناه غوښتونکو ځان ایټالیا ته رسولی دی. اکثره پناه غوښتونکي په کوچنیو بیړیو کې ایټالیا ته تللي څو له هغه ځایه د اروپايي اتحادیې نورو هیوادونو ته لاړ شي.

د اتریش پوځ په ۷۵ ساعتونو کې له ایټالیا سره خپلې پولې ته ۷۵۰ سرتېري لېږلي چې د اضطراري پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ایټالیا او نورو اروپايي هیوادونو ته اکثره تللي پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان، عراق او لیبیا وګړي دي.

ایټالیا او نور اروپايي هیوادونه وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د پناه غوښتونکو شمېر لږ شوی دی.

روانه اوونۍ د ایټالیا، جرمني او فرانسې د کورنیو چارو وزیرانو د پناه غوښتونکو پر ستونزو بیړنۍ غونډه وکړه.

دا غونډه وروسته له دې جوړه شوه چې ایټالیا ګواښ وکړ چې خپل بندرونه به د پناه غوښتونکو پر مخ بند کړي او هغو کوچنیو ربړي بېړیو ته به د ژغورنې عملیات او مرستې ودروي چې د مدیترانې سمندرګي له لارې د لیبیا له سواحلو اپتالیا ته پناه غوښتونکي رسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د شنبې په ورځ وویل چې هغه څه چې دوی یې په خپلو سترګو په اېټالیا کې ویني، یوه ښکاره غمیزه ده.

ګراندي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له اېټالیا سره په دغه سخت حالت کې چې دا هېواد ورسره مخامخ دی او سواحلو ته یې یو زیات شمېر کډوال رسېږي، زیاته مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *