تاند- د بحښنې نړیواله موسسه یا ایمنستي انترنشنل وايي، ۲۰۱۴ میلادي کال د ملیونونو په جګړه او تشدد کې ښکېلو انسانانو لپاره له ناورینه ډک کال و.

دې موسسې د حکومتونو او وسله والو ډلو سرغړونو ته نړیوال ځواب ناموثر او د شرم وړ بللی او غندلی دی.

ایمنستي انترنشنل په خپل کالني راپور کې، چې د نړۍ د بشري حقونو وضعیت نومېږي، له ټولو حکومتونو غوښتي چې پلمه ونه کړي چې د ملکیانو د ژوند د خوندي کولو توان نه لري او په هغه شیوه کې بنیادي بدلون راولي چې د شخړو په مقابله کې یې لري.

د بخښنې نړیوالې موسسې په افغانستان او پاکستان کې د سختدریځو وسله والو حملې غندلي خو د امنیتي ګواښونو په وړاندې یې د پاکستان او افغانستان د چارواکو اقدامات هم غندلي او هغه یې بې رحمانه بللي دي.

پر پاکستان یې په دې خاطر په ځانګړي ډول انتقاد کړی چې د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته یې د اعدام پر سزا بندیز پای ته ورساوه.

د افغانستان په اړه یې ویلي چې د دغه هیواد د ملي امنیت ریاست د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی او هغه یې بندیانو ته د شکنجې په ورکولو تورن کړی دی.

د بخښنې د نړیوالې موسسې د اروپا او منځنۍ اسیا د برخې رييس جان دالهویسین ازادي راډیو ته وویل:

«موږ په دواړو هیوادونو کې له دقیقاً یوې لسیزې راهیسي نژدې د ریکارډ په حد کې تشدد وینو، په افغانستان کې په ځانګړي ډول په ۲۰۱۴ کې له ۲۰۰۱ را په دې خوا تر ټولو تشدد زیات و. د ملکیانو مرګ ژوبلې د لومړي ځل لپاره تر لس زره واوښتې.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:

«تر څو چې موږ د نړیوالو ځواکونو او افغان ځواکونو له لوري د بشري حقونو، د افغانانو د حقونو د رعایتولو او د سرغړونو د سم احتساب په برخه کې جدي اقدامات ونه وینو، په افغانستان کې به د کړکېچ د دوام شاهدان یوو.»

په دې راپور کې د بخښنې نړیوالې موسسې د عراق، سوریې، ایران او یو شمېر نورو هیوادونو یادونه هم کړې ده. او ویلي یې دي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له لوري پر سلګونو ښځو جنسي تېري شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *