تاند- د بخښنې نړیوالې ټولنې یا ایمنسټي انترنشنل د افغانستان له ولسمشره په کلکه وغوښتل چې پر اعدام د محکوم شویو طالب بندیانو حکم توشیح نه کړي.

د بخښنې نړیوالې ټولنې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې طالبانو د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو ږغ وکړ چې د افغانستان د حکومت له لوري د طالب بندیانو د اعدام په مسله کې مداخله وکړي او اجازه ورنه کړي چې عملي یې کړي.

ویل کېږي چې تر ۵۰۰ زیات طالبان په اعدام محکوم شوي دي.

ولسمشر غني وروسته له دې چې طالبانو په کابل کې خونړۍ حمله وکړه او په لړ کې یې تر ۶۰ زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل شول، پر اعدام د محکوم شویو طالبانو د دوسیې د بیا څېړلو او د اعدام د حکم د تطبیق کېدو مسله مطرح کړه.

د بخښنې نړیوالې ټولنې په خپله تازه اعلامیه کې، چې سرلیک یې دی«افغانستان: د اعدام سزا د تروریزم د مخنیوي لار نه ده، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني باید د اعدام حکم لاسلیک (توشیح) نه کړي.»

د بخښنې د نړیوالې موسسې د جنوبي اسیا مرستیال رييس جامین کاور ویلي:«د کابل د تېرې میاشتې په بمي حملو کې د ۶۴ تنو د وژل کېدو د بدل اخیستو په خاطر د افغانستان د حکومت دا پلان به، چې په تروریستی پېښو کې محکوم شوي کسان په بیړه اعدام کړي، نه هغه عدالت خوندي کوي چې قربانیان یې مستحق دي، او نه د افغانستان امنیت دې کار ته اړتیا لري. داسي هیڅ شواهد نشته چې د اعدام سزا دې د ورته پېښو مخه نیولي وي او دا وېره هم شته چې تاوتریخوالي ته نوره لمن هم ووهي.»

د بشري حقونو ملاتړ کوونکي ټولنې له لویه سره د اعدام د سزا مخالفې دي.

د بخښنې نړیوالې موسسې هم د اعدام د غندلو په ترڅ کې ویلي:«د اعدام سزا بې رحمانه او بېرته نه راګرځېدونکې ده، په هغه ځای کې چې د عدلي او قضايي پروسې د شفافیت، په زور او شکنجه داعتراف اخیستو په برخه کې شکونه وي او د استیناف غوښتلو لږ چانس وي، داسي تېروتنې پېښېدای شي چې بېرته جبرانېدای نه شي.»

دا ټولنه تاکید کوي:«د بخښنې نړیواله ټولنه په ټولو مواردو کې له استثنا پرته د اعدام د سزا مخالفت کوي.»

قضايی اورګانونو پر ادعدام د محکوم شویو کسانو لیست تېره اوونۍ ولسمشر غني ته وسپاره.

2 thoughts on “د بخښنې نړیوالې ټولنې له ولسمشر غني وغوښتل چې د اعدام حکمونه توشیح نه کړي”
  1. باید چی نن یی اعدام کږی…….. د ایمنثسټی انټیرنیشنل د خدای تباه او برباد کړي دا ټول دی امریکا ته کار کوي……..

  2. che musalmanan wajne haghe ke da imensity international kho walaka sa wawaye che der ghalat kar washo os che de doi jasosan edamige no waye che bakhana de warta wake.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *