تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې لاسلیک په تړاو ویلي، د افغانستان د سولې په پروسه کې باید بشري حقونه له پامه ونه غورځول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څېړونکي زمان سلطاني ویلي، له ستونزو او چلنجونو سره سره افغان دولت د بشري حقونو د خوندیتوب او پالنې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي چې په دې اړه یې لاسته راوړنې باید وساتل شي او معامله هم باید چې پرې ونه شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو خوندیتوب له تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او نورو قیوداتو څخه د وګړو ازاد ژوند بللی او ویلي یې دي چې افغانې ښځې باید له کوره د وتلو، زده کړې، کار کولو او په خپله خوښه د واده کولو حق ولري.

د بخښنې سازمان همدا راز ویلي، چې د بشري حقونو تر څنګ باید په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي هم تر پښو لاندې نه شي او خلک باید له وېرې پرته ژوند وکړای شي: (( د سولې په پروسه کې باید د جګړې د قربانیانو حقونه هم تر پښو لاندې باید نه شي، هغوی ته باید انصاف او د بشري جنایتونو د ترسره کوونکو پر وړاندې عدالت ورسېږي.))

د بخښنې سازمان زیاته کړې، د سولې څخه وروسته باید د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب تر څنګ د اقلیتونه حقونه هم باید خوندي شي.

ټاکل شوې چې نن مازیګر په قطر دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، خو د طالبانو په اړه اندېښنې دادي چې دغه ډله به کورني مذاکرات ونه کړای شي او د پخوا په څېر به استبداد او انحصار ته مخه کړي تر څو د خپلو ملاتړو په مرسته واک ته ځان ورسوي.

One thought on “د بخښنې نړیوال سازمان: افغان سوله کې باید بشري حقونه له پامه ونه غورځول شي”
  1. ولسمشر باید لومړی داسی ګام پورته کړی چی ښکته پښتنو په ګټه وی یعنی د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ظلم په اړه نړیوالی امنیت شورا او بشرحقوق په اړه نړیوالی محکمی ته پښتنو سره شوی اتلس کلنه جګړی او همدارنګه د افغانستان ۴۰ کلنی جګړی په اړه باید او همدارنګه ډیورنډ کرښی په اړه هم ددفاعی په اړه نړیوالو رسانیو ته د خپل هیواد او ولس د غوښتنو پر بنیاد غږ پورته کړی چی افغان ولس پدی ټول افغانی تاریخ کی دا کرښه نه په رسمیت پیژندلی او نه به یی وپیژنی

    کله چی افغان دولت پدی پوهیږی چی امریکا دلته ټول برنامی د افغان ولس او افغان نظامی ځواکونو د وژولو لپاره دی نو کوښښ دی وکړی چی روسیی او چین سره په اقتصادی او نظامی مرستو په اړه ژر تر ژر ناسته او اړیکی ټینګی کړی چی پوه شی پاکستان سره اړیکی ټینګول د افغان ولس باندی څومره بده اغیزه لری چی کیدای شی دا کار د طالب چارواکو لپاره هم د منلو نه وی ځکه د همدی طالبانو نظام د پاکستانی مشر پرویز مشرف په نظامی آډی ورکولو سره امریکا وکولای شول چی دلته کابل او نور ولایتونه او همدارنګه نظامی رادار یی له ۵۲ ډوله طیارو په بمبار له مینځه یوړ

    نو کچیری طالبان په رښتیا په ولس باندی زړه خوږیږی نو له پنجاب سره په اړیکو کی څرګند تغیر راولی او ورته ووایی چی پښتون له وژلو لاس واخلی ترڅو ولس پوه شی چی رښتیا طالبان هم خپلواک دی کچیری دوی د پاکستان په وړاندی د پښتنو د دفاع او ملاتړ په خاطر لکه اشرف غنی شان غږ نه پورته کوی او ډیورنډ کرښی په وړاندی چوپ پاتی کیږی مطلب طالبانو هم مخکی له مخکی د ډیورنډ د منلو لپاره سر وسره ښورولی یعنی د پردی تر شا یی ورسره منلی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *