تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د بخښنې نړیوال سازمان وايي، تېر ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ټولې نړۍ په کچه خونړی کال و.

یاد سازمان وايي، د تېر کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې چې مسوولیت یې تر ډېره هم طالبانو او داعش ډلو پر غاړه اخیستې.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مرستیال عمر وړایچ وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د کمیدو پر خوا نه بلکې د زیاتېدو پر خوا روان دی چې زیاته بیه یې ملکي افغانان پرې کوي.

د عمر وړایچ په خبره د افغانستان له جګړې داسې ښکاري چې کډوالو ته د دغه هیواد هیڅ ګوټ خوندي نه دی.

یاد سازمان په افغانستان کې ټول لوري د ملکي تلفاتو په تړاو په ټکان ورکوونکې بې غورۍ تورنوي، خو وايي چې زیات تلفات ملکیانو ته طالبانو او داعش اړولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدا راز په نړیوالو هم نیوکه کړې چې له جګړې څخه تښتېدلي افغانان یې په زوره خپل هیواد ته بیرته ستانه کړي دي او په وینا یې چې تېر کال نیم میلیون کسان له پاکستان او ایران نه په زوره ستانه کړای شوي دي.

سازمان همدا راز په اروپا او ترکیه هم نیوکه کړې چې له افغانانو سره ناسم چلند کوي.

د سازمان په وینا یوزاې ترکیې په تېر ۲۰۱۹ کال کې نږدې ۱۹ زره افغانان په زوره افغانستان ته ستانه کړي دي.

2 thoughts on “د بخښنې نړیوال سازمان: تېر کال د ۲۴۰۰ ماشومانو د مرګژوبلې پړه زیاته په طالبانو او داعش ده”
  1. د بښنی نړیوال سازمان پدی ښه پوهیږی چی تیر وخت مجاهدینو سره او بیا طالبانو سره او اوس وخت کی له داعش سره زیاتره نظامی او مالی مرسته پاکستان کوی او پاکستان سره نظامی او مالی مرسته امریکا کوی کچیری امریکا او برتانیه په پاکستان واقعی ډول سره اقتصادی فشار راوړی او یا د ایران د سپاه پاسدارنو په شان بندیز ولګوی نو ګمان کوم چی دا د افغان وژنه لړی به ختمه شی او دلته شته ولس به آرامی او سوکالی ژوند د نورو هیوادونو د ولسونو په شان ژوند تیر کړی بلکه دا سازمان او نوری بشر حقوق سازمان کچیری اجرایوی صلاحیت لری نو په امریکا او پاکستان باندی سیاسی فشار راوړی چی افغان وژنی له پروژی لاس واخلی او دلته او ښکته پښتنو له وژلو لاس واخلی

    نو لدی معلومیږی چی یاد سازمان تنها په نشراتی اداری باندی بدل شوی ځکه دوی تنها نشی کولی چی پاکستان فشار راوړی پاتی شو د پاکستان نږدی جنګی متحدینو باندی چی نومونه می پورته ولیکل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *