زموږ ټولنه ډېري لرغوني ریښې لري او افغان ثقافت د یو شمېر زیاتو پرمختللو تمدنونو وارث دئ. د اسلامي ثقافت د ترویج تر مخه هم دا هیواد د مدني ژوند او قانونسازۍ درخشان دورونه لیدلي دي.
که څه هم یو تمدن خپل اوج ته تر رسېدلو وروسته د تدریجي انحطاط او بالآخره له سقوط سره مخامخ کېږي، د ارزښتونو او معیاراتو یوه ارزښتناکه خزانه د هغه هیواد د ولسونو د راتلونکي نسلونو د فردي او ټولنیز ژوند د تنظیمولو لپاره پرېږدي. که د مختلفو ولسونو د افرادو اخلاق او سلوک ته ځیر سو، نو یوه پراخه تنوع به د دوی د کردار، ګفتار او رفتار په اسلوب کي ووینو.
له دوی څخه به ځیني خپل ځانونه فوق العاده متدین او ښایسته ثابت کړي او ځیني نور به د خپلو ویناوو او کړنو له لاري ځانونه غبي او غیرمتدین معرفي کړي. ورته سلوک کېدای سي حتا د بېلابېلو کورنیو د غړو تر منځ هم مشاهده کړو.
بېلابېلي ټولني د خپلو وګړو لپاره اخلاقي معیارات تعینوي او بیا په ټولنیز ژوند کي د انسانانو وړتیا او ظرفیت د همدې ارزښتونو پر اساس تعینېږي.
د هغه ټولني مکتبونه، پوهنتونونه، رسمي او غیررسمي غونډي او لمانځني، حتا کورونه او د والدینو صحبتونه د دا ډول ارزښتونو د زدکړي او ښووني مرکزونه وي. افغاني ټولنه هم له درنو بشري ارزښتونو څخه غني ټولنه ده.
زموږ له بزګرانو او شپانو څخه د نړۍ پرمختللو ولسونو ارزښتناکي زدکړي کړي دي. د پښتونوالي ستر ارزښتونه لکه د مېلمه او پناه غوښتونکي نه سپارل د هغه دښمن ته، اختار ته نه تسلیمېدل، په هر حال کي د خپلو کړو تعهداتو پوره کول هغه څه دي چي د نن ورځي متدین ولسونه یې د ځان لپاره د افتخار معیار بولي، هغه زرهاوو کلونو راهیسي د افغانستان د پښتنو قبایلو د ورځني ژوند اداره کوي. د اسلام د مبین دین سپېڅلي تعلیمات او عقاید د تېرو څوارلسو کالو راهیسي د افغان ولس د معنوي شتمنیو یوه عمده برخه تشکیلوي.
دا معنوي شتمني زموږ د ټولني د بارزو شخصیتونو د سلوک او اخلاقو لپاره داسي حدود او چوکاټ تشکیلوي چي له هغه څخه بېخبري او بیتفاوتي یو د نه بخښني وړ عمل بلل کېږي او یو شخص د هر ډول ټولنیز، سیاسي او اداري مسوولیت او موقف لپاره نااهله ثابتولای سي. په عمل او وینا کي د مسولیته ډک برخورد ښودل د افغانانو په اسلامي او پښتني اصولو کي ډېر ارزښت لري.
موږ به حتماً په بیلابیلو چارو کي له خپلو مشرانو څخه داسي جملې اورېدلي وي چي ما د هغه سره پښتو کړې ده یا دا چي ما قول کړی دئ یا دا چي ما ده ته وعده ورکړې ده. زموږ په ټولنه کي درانه او شریف خلک مخکي له مخکي لا داسي عمل یا وینا نه کوي چي د هغه لپاره باید سبا بخښه وغواړي او ډېری خلک بیا پر خپل غلط عمل یا وینا باندي ځکه بخښنه نه غواړي چي دا کار به په ټولنه کي د دوی د ثبات اعتبار په آینده کي متضرر کړي.
پخوا همداسي خلک د مختلفو ټولنیزو، سیاسي او اداري موقفونو لپاره وړ بلل کېدل چي ځانونه به یې خپلي وینا او عمل ته مسوول بلل، خو اوس د قحط الرجالي له سببه داسي د ضعیف شخصیت خاوندان مهمو موقفونو باندي وینو چي د بشري کرامت او انساني درنښت له معیاراتو سره نابلده دي، د بخښي غوښتني په مفهوم نه پوهېږي. تر ټولو زیات د افسوس وړ خبره خو دا ده چي ټولنه او ولس هم په عکس العمل کي ځان په ورته سویه غافل او ناپوه ښیي.
پر خپل جنایت او غلطي بخښنه غوښتل که یوې خوا ته خپله د بخښه غوښتونکي لپاره په آینده کي د ورته عمل د نه تکرار تقاضا کوي نو بلي خوا ته بیا د ټولني او دولت له خوا هم د بخښه غوښتونکي لپاره د خپلي اشتباه یا خپل جرم د جبرانولو واضح معیار ولري او دا خبره یقیني وګرزوي چي بخښنه غوښتونکی خپل جبران یا دیت ادا کړي. که چیري زموږ د ټولني هر فرد د جرم او اشتباه په هکله د جبران او سزا واضح د اندازه ګیري وړ معیارات ونه لري، نو د ټولني خودخواه، جاه طلبه او کمظرفه انسانان به خپلو اشتباهو او جنایتونو ته ادامه ورکړي او په دوی کي بیا ځیني زیات سپینسترګي د خپله لاسه په زورول سوو باندي د لا زیاتي استهزاء په منظور عامي بخښني هم غواړي په داسي حال کي چي په آینده کي تر هغه زیاتو سنګینو اشتباوو پلانونه په نظر کي لري.
پر خپله اشتباه او ګناه باندي بخښنه غوښتل یو د ستایني وړ عمل دی خو له بخښي غوښتني څخه ټوکي او ملنډي جوړول یو کرغیړن او د غندني وړ کار دئ چي په هیڅ صورت سره د تشویق وړتیا نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *