تاند- د بدخشان امنیه قومندان او د امنیت رييس نن دوه ساعته د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري محاصره شوي وو.
د راپورونو له مخې د بدخشان امنیتي چارواکي جرم ولسوالۍ ته تللي ول چې د طالبانو له لوري محاصره شول.
د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان، چې پرون یې په دغه ولایت کې دنده پیل کړې وه، نن د جرم ولسوالۍ په پل علي سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري محاصره شو.
له قومندان سره په کاروان کې ملګرو پولیسو له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه چې په نتیجه کې یې محاصره ماتې شوه.
د بدخشان د امنیه قومندان په وینا په دې پېښه کې دوی ته هیڅ راز مرګ ژوبله وا نه وښته خو دوه تنه وسله وال طالبان ټپیان شول.