تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: د بدخشان د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکو په شخصي لګښت د نجونو لپاره د اتو ټولګیو لرونکی ښوونځی جوړ کړی دی.
د بدخشان ولایتي اداره وايي، په دې ښوونځي یو میلیون او دوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی چې ټولې پیسې یې د راغستان ولسوالۍ د لشکرجا، ګوردر، تنیلر، وخنیده، ورسندر، والک او والکدرې اوسېدونکیو ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په بدخشان ولایت کې یو ملازم د ښوونځي لپاره دوه خونې جوړې کړې وې.