تاند- (دوشنبه، د سنبلې ۱۱) د بدخشان د ولسي پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قوماندان پرون (یکشنبه) په فیض اباد کې ووژل شو.

نذیرمحمد نیازی، چې په بدخشان کې یو زورور قوماندان ګڼل کېده، د ماښام په ۶ بجې او ۱۰ دقیقې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

راپورونه وايي، چاودنه دومره زوروه وه چې نذیرمحمد نیازی ځای پر ځای ووژل شو.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې کوم چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په تېرو ۱۸ کلونو کې په دې ډول بریدونو د افغانستان په جنوب او ختیځ کې په زرګونو کسان وژل شوي او د اکثرو مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی خو په بدخشان کې دا پېښه نوې ده.

د راپورونو له مخې، نیازی په بدخشان ولایت کې له کافي ځواک او زوره برخمن و.

ویل کېږي چې ده له ۳ زره تر ۴ زره ملېشه لرل او په بدخشان کې یې د ولسي پاڅون کوونکو قومانده په غاړه لرله.

همداراز د ده په اړه ویل کېږي چې د مخدرو موادو په کاروبار کې یې لاس درلود او د سیمې له مافیا سره په لاس لرلو تورن و.

بدخشان تاجکستان او روسیې ته د مخدرو موادو د قاچاق اصلي مرکز دی. په دې ولایت کې د مخدرو موادو د تولید ګڼ لابراتوراونه فعال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *