د بد خشان ولایت د کشم ولسوالۍ د ولسوال د شهادت له امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمدخان دخواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام
کابل – مرمرینه ماڼۍ- دغبرګولي دریمه نېټه
په ډيره خواشینۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ ولسوال اود حزب اسلامي افغانستان د جهادي ډګر پیاوړی قوماندان او د خلکو رښتینی خدمتګار شهید عبدالجبار مصدق د اسلام او وطن د دښمنانو له خوا د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی.
انا لله وانا الیه راجعون
د سترجهادی شخصیت شهید عبدالجبارمصدق شهادت د افغانستان د مجاهد ولس لپاره یوه ستره ضایع بولم، شهید ته د الله تعالی جل جلاله د دربارڅخه جنت الفردوس غواړم د شهید کورنۍ، دوستانو، د بدخشان متدینوو او مجاهدو خلکواو ټول افغان مجاهد ولس ته ددغې سترې غمیزې په ویاړ دجمیل صبر او زغم هیله کوم.
د کشم ولسوال شهید عبدالجبارمصدق نن سهار لس نيمې بجې د کشم ولسوالۍ زراعت باغ کې له يوې غونډې وروسته د بېرته تګ پر مهال يې پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه، لومړی ټپي شو اوبیا يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د مجاهد ورور شهید مصدق جهادی کارنامې او په دغه لار کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې به افغانستان د جهاد په ځلانده تاریخ کې د تل لپاره په زرینو کرښو پاتې وي.
روح يې د ښاد او جنت الفردوس يې د ځای وي