تاند، سه شنبه، د ثور مه: د بدخشان ولایتي چارواکي وايي، دغه ولایت ته د داعش ډلې سلګونه غړي راټول شوي او له القاعده شبکې سره په بدخشان کې ځانته ته د یو امن سیمې په رامنځته کولو بوخت دي.

د بدخشان والي ذکریا سودا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه ولایت ته له ترکمنستان، ازبکستان، چیچن او پاکستان څخه د داعش او القاعدې ۶۰۰ کورنۍ راټولې شوې دي او غواړي د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې ځانته خوندي سیمه جوړه کړي.

  د سودا په خبره داعش ډلې دا کار  په ننګرهار کې له ماتې خوړلو وروسته پيل کړی دی او اوس القاعده هم ورسره شوې ده تر څو په جر ولسوالۍ کې خپل خلافت اعلان کړي.

په بدخشان کې د پوځ د پلې لوا قومندان الطاف الله علیزی هم وايي، خستک سیمه چې له کلونو راهیسې د القاعدې مرکز دی له پاکستان چین، تاجکستان سره پوله لري او ترهګر ترې د سرو زرو کانونه استخراجوي.

  دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان ولایت کې له طالبانو سره د چیچن، ایغوري او نورو جنګیالیو د همکارۍ او ملاتړ راپورونه هم تر د وړاندې موجود دي.

 که څه هم طالبانو له القاعدې سره د اړیکو شکولو ژمنه امریکایانو ته ورکړې، خو داسې ښکاري چې القاعده له طالبانو سره ورو – ورو جګړې ته چمتووالی نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *