تاند- راپورونه وايي چې په بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړه پیل شوې چې په لړ کې یې د دې ډلې د یوه قوماندان په ګډون یو شمېر وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن /شنبه/ وویل چې په بدخشان کې د طالبانو د دوو قوماندانانو د پلویانو ترمنځ نښته پیل شوې او لا هم روانه ده.

د شاهین قول اردو د خبرپاڼې له مخې، په دې نښته کې، چې نن سهار په جرم ولسوالي کې ونښته، لږترلږه ۱۷ طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د قاري مطیع الله او قاري اشور د پلویانو ترمنځ جګړه د جرم ولسوالي په غارمي کلي کې جګړه روانه ده.

د شاهین قول اردو پر اساس په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو قوماندان، چې قاري حزب الله نومېږي، وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ