۱۳۹۳ د غوايي ۱۲مه،

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د بدخشان ولايت په ارګوی ولسوالۍ کې د ځمکښويېدنې له کبله شاوخوا ۲۵۰۰ هېوادوال وژل شوي دي.

انالله و انا اليه راجعون

دغه ستره غميزه نن د ارګوی ولسوالۍ په اب باريک کلي  کې هغه مهال رامنځته شوه چې يوه غونډۍ وښوېېده او شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ يې تر خاورو لاندې کړې.

ودان افغانستان ګوند د دغې غميزې له کبله رسېدلی زيان نه جبرانېدونکی بولي او د پېښې د ټولو قربانيانو له کورنيو سره ځان په دې لوی غم کې شريک بولي.

ودان افغانستان ګوند له حکومت څخه غواړي چې د ژرغورنې عمليات ګړندي کړي او د پېښې له قربانيانو سره ژر تر  ژر اړينې مرستې وکړي.

دغه راز پر حکومت غږ کوي چې د طبعي پېښو د مخنيوي لپاره مخکې له مخکې اړين ګامونه واخلي چې بل ځل خدای ناخواسته داسې پېښه تکرار نه شي.

ودان افغانستان ګوند

مرکزي شورا، رسنيزه کمېټه

ځواب دلته پرېږدئ