بدلون

ذشیمخختيره شپه د ودان افغانستان ګوند د هلمند د ولايتي کمېټي دفتر د غلو له لوري لوټ شوی دی.
په لوټ شويو توکو کي يوه پايه کورای تري ډيل کمپيوټر، هغه کمپيوټر چي تر ډيرو خواريو، زاريو او روپيو راټولولو وروسته مو تر لاسه کړی وو، هغه کمپيوټر چي د ولس د مرستي په پيسو رانيول شوی وو او همدا يو کمپيوټر په کار اچول شوی وو، همدې يو کمپيوټر هلمند د بدلون څښتن کړ، خو د بدلون نه غوښتونکو، په ډيري ناځوانۍ و نامردۍ سره همدا کمپيوټر، يو zoom منډيسک او د هوايې تري جي موډيم سره- سره نور اړين توکي غلاکړل.
او تر ټولو بده يې لا دا چي د بدلون اوونيزي فارمټ مو هم له لاسه وتلی دی. تر څو چي موږ د ولس په مرسته بل کمپيوټر پيدا کوو او د بدلون اوونيزي لپاره نوی فارمټ جوړ وو، هيله ده چي د بدلون قدرمن لوستونکي په تمه پاتي شي او د يادو توکو په پيدا کولو کي هيڅ راز مرسته ونه سپموي.
يادونه: د کمپيوټر، منيډيسک او موډيم مشخصات له همدې عکسونو څخه تر لاسه کولای شئ. که زموږ هر وطنوال د همدې کمپيوټر، موډيم او منيډيسک په اړه معلومات تر لاسه کړل، هيله ده چي په دې شمېره راسره په اړيکه کي شي.
۰۷۰۶۰۴۹۰۶۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *