بدلون

اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۳) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۲۴\ ۱۳۹۴

(زه لا یو غلام یمه اختره پر ما مه راځه!)

«رحمت شاه سایل»

اختر د خوښیو نوم دی، د سولې فرصت دی، د ورورۍ وخت دی، د ملي یووالي موقع ده، د محبت مهال دی او د ښادنامو و ښېرازیو موسم دی خو له بده مرغه دا دی یو نسل مو پر زړېدو دی چې د افغانانو لپاره اختر دغسې یو ماهیت نلري، د اختر تعریف بېخې ورته سرچپه دی، د اختر دغسې معنا ورته حیرانوونکې ده.

او دا دی یو وار بیا مو اووه دېرشم اختر هم له اوښکو و وینو، درد و سوخت، جنګ و مرګ- ژوبلې او ناتمامه تراژېدیو سره مېلمه شو.

افغانان یو ځل بیا په داسې حال کې یو بل ته د اختر مبارکۍ له پاره غېږي سره ور کوي چې په غېږو کې یې شېرین کوشنیان کوشنۍ- کوشنۍ او د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي.

افغانان بیا هم یو بل ته په پرې کړو غاړو د اختر مبارکۍ لپاره غاړې سره ور کوي.

او افغانې کورنۍ په داسې توګه د اختر لمانځنې لپاره چمتووالی نیسي چې هېڅ ورته چمتو نه دي.

دا به ناپوهې وي چې دغسې یوه فرصت ته هم څوک اختر ووايي.

راځئ چې له تراژېد شاعرانه بیانه مستقیماً عیني واقعیت ته سره را وګرځو، یو څو هغو عواملو ته فکر سره وکړو چې زموږ د اخترونو سرور یې د غمونو په سره تنور بدل کړی او د فکر تر څنګ د منطقي عمل تعهد هم سره وکړو:

یو- دوامدار جنګ او ناامني هغه ناانساني پدید ده چې موږ ته د واقعي اخترونو د تجلیل جواز نه را کوي؛ زموږ خلکو تېره ټوله روژه په اوښکو ونیوله او په وینو یې ماته کړه؛ د ترهګرۍ د وحشت وژونکی توپان په سراسر افغانستان کې وچلېد؛ هره لحظه مو له رسنیو څخه د یوې نوې فاجعې او یوې بلې مرګ- ژوبلې تازه په تازه خبرونه سر پر سر واورېدل؛ لږ افغاني کورنۍ به وي چې په یو ډول د ډولو د دغه جنګي و تروریستي وضعیت قرباني شوي نه وي.

دوه- مسلسل غربت او بېکارې هغه عامل دی چې یو انسان او یوه ټولنه په ناعلاجه بدمرغیو و ناروغیو اخته کوي؛ د افغانستان زیات و کم نیم نفوس د فقر تر کرښه ټیټ ژوند لري؛ د ملي وحدت حکومت په راتګ سره د بېکارۍ بحران نور هم ژور شو؛ د افغانانو پر دسترخوان چې د مثبت بدلون شعارونه ور کول شوي ول نو په افغانستان او سیمه کې منفي تحولاتو، د داعشي وحشي ډلې حضور و فعالیت او د طالبانو د جګړییزو تحرکاتو د زور سیلیو هغه شته رزق و اتامونه هم ځنې والوزول؛ که له یوې خوا جنګ د فقر لامل ګرځي نو له بله اړخه بالمقابل وزګارې و بېوسې د جنګ و ترهګرۍ بټۍ ته خس و خاشاک برابروي؛ دلته دی چې اختر معنا ټول تکلیف.

درې- زموږ ډېر شمېر منفي و خرافاتي دودونه هم زموږ اخترونه د خوشحالیو او اطمینان پر ځای په ژور خپګان بدلوي داسې چې زموږ خلک له بده مرغه د منفي سیالیو یو ډېر ناوړه رسم لري هغه دا دی چې، مري که رغیږي خاماخا باید دومره اسراف وکړي چې په مېلمه پالنه کې تر ګاوندي یا بل دوست شا ته پاته نه شي، یو شمېر هغه بې فکره و بې احساسه کسان خو به وتوانېږي چې خپل د اختر د سترخوانونه په اضافه رنګارنګ وچو و لندو مېوو ډګ کړي مګر د مطلق اکثریت وګړو توان مو دومره نه دی چې د شیطان له وروڼو (اسراف کوونکو) سره سیالې وکړای شي، نو دوی یا ممکن له نامشروع لارو د دغې سیالۍ د ګټنې هڅه وکړي یا نورو بې ځایه فشارو په واسطه؛ د دغسې ناسمو سیالیو نتېجه خاماخا ناتمام تشویشونه وي چې د اختر له مفهوم سره سر نه خوري.

څلور- کښته علمې سطحه او ټیټ سیاسي شعور هم زموږ د اختریزو بحرانو یو ستر سبب دی ځکه مو د ولسونو له لاسه د خپل خیر و شر او ګټې و تاوان د رسۍ سر خطا دی.

پایله:

ودان افغانستان ګوند په افغانستان کې د یوه تلپاته سر تا سري او ملي اختر د رامنځته کېدو او تداوم لپاره پر علمي اساساتو ولاړه عملي طرح رامنځته کړې، د تطبیق لپاره یې کلکه ملا تړلې او پوخ باور لري چې تعمیم به یې په افغان تاریخي ملت کې د علمي- سیاسي شعور، روښانتیا و ویښتیا سبب شي، د دغسې یو لوړ او ژوندي سیاسي شعور په نتېجه کې به مو ټول خرافاتي رسومات له منځه ولاړ شي، د بېکارۍ او فقر نوم به له ټول وطن څخه د ابد لپاره ورک شي، انجام به یې د جاري ۳۷- کلن جنګ و جنایت خاتمه شي او د سولې مقدس و ګرم لمر به مو په سړو رګو کې د محبوب وطن لپاره د عاشقانه کار و پیکار وینه توده او پر جوش راولي، هله به مو اخترونه، اخترونه شي.

نو! راځئ دغسې لوړ انساني- افغاني ارمان و هدف ته د رسېدو لپاره یا را سره ملګري شئ! یا مو ملاتړئ! او یا مو هم د همت و هدایت له پاره په مخلصانه دعاوو کې یاد او ښاد کړئ! چې بیا د دې سرلیکنې د سرلیک غوندې د فکرې، اقتصادې او روانې غلامۍ په خاطر اختر ته د نه راتګ مایوسوونکی عذر و نه کړو.

دا ده واقعي اخترونو ته د رسېدو یوازنۍ عقلانې لار او دا لار د ټولو پر مخ پرانیستې ده.

One thought on “د بدلون اوونیزې سرليکنه”
  1. زه د ودان افقانستان د ګوند د اداری د دی لیکنی سره چی زمونږ وطنوال ډیره موده وشوه چی د اخترونو او نورو هر ډول خوښیو نه محروم او بی برخی دی پوره پوره موافقه لرم ، خو د دی غمیزی د عمر سره چی ښاغلی لیکوال هغه اوه دیرش کاله ښو ولی موافق نه یم . د ده په حساب د ۱۳۵۷ کال د ثور د بدلون نه را پدی خوا د بدمرغیو در وازی زمونږ د وطنوالو په مخ بیرته شوی او ترننه دوام لری ، خو که لږ زیر شو او بد مرغیو سم تعریف کړو نو شاید دا ومنو چی د دی وطن او د دی ملت پر مخ د ټولو مرغیو در وازه د د ۱۳۵۲ کال د سرطان په ۲۶ ویشتمه د سردار مخمد داودخان په بدلون سره چی اوس هم ډیر وطنوال ورته د ملی زعیم او وطنپرست لار ښود په سترګه ګوری ، بیرته شویده . زه په دی برخه کی ډیر بحث ځکه نه کوم چی دلته کنجایش نه لری ،خو دومره ضرور وایم چی ددی بد مرغیو د رامنځ ته کید وعمر ۳۷ کاله نه بلکی ۴۲ کله ته رسیږ او نه پوهیږو چی تر کومه به دوام و مومی ؟؟؟
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *