بدلون اوونيزه/ دوهمکال/۲۹مه / پرلپسي۸۱مهګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۱۲/ ۱۳۹۵
د ژوندیو هلمندیو د جنګ له مردار نوم څخه پرته ورځ په یاد نه ده، تاریاک، قاچاق، د ځمکو غصب، اداري فساد، د جنګسالارانو فرعونیت، پراخ او له کنټروله وتلې جغرافیه، د تروریزم له فابریکې یانې پاکستان سره اوږده پوله، هلمند بهاند سیند، زراعتې ځمکه، سرشار قیمتي کانونه او څه نور مسایل د دې چټلې جګړې عوامل بلل کیږي.
دا شپې- ورځې یووار بیا جنګ و وحشت شدت اخیستی، ځکه د تاریاکو نېښ وهل ختم شوي او طالبان ددې مزدورۍ په شکرانه کې اوس نو غواړي چې د مظلومو هلمندیانو ککرۍ د مرګ- ژوبلې په نېښ ووهي، جګړه د لښکرګاه څنډو ته را رسېدلې ده، د توپو مسلسل دربي د ښار سکون له منځه وړی دی، په رسنیو کې د هلمند د سقوط جار وهل کیږي، د هلمند د ولایتي شورا رئیس محترم کریم اتل مطبوعاتو ته وویل چې په ۴۸ ساعتو کې د لښکر ګاه ښار سقوط کوي خو د هلمند والي ښاغلي حیات لله حیات يې په غبرګون کې وویل چې په ۴۸ کالو کې به سقوط و نه کړي.
دا چې والي صاحب ښه دی یا بد، دا بېله خبره ده خو د یوه واقعي چارواکي مسؤلیت دې ته وایي چې د خپل ولس او عسکر روحیه پیاوړې وساتي، که چارواکي او د خلکو په اصطلاح وکیلان له شکسته مخکې او د معرکې په تاوده وضعیت کې د خپل قلمرو د سقوط سُرنا ږغوي ګواکي د دوښمن پر ژرنده اوبه ور برابروي او ځانمرګی کوي؛ دا تر ځانمرګي ځکه په مراتبو بتره حالت دی چې هغه یوازې ځان وژني او دا له ځان سره غونډ ولس او نظام له منځه وړي.
دا دی کرار- کرار داسې ایسي لکه د جګړې بلا چې د لښکرګاه له شاوخوا څخه په شړلو ده، ځکه د ملي پوځ او پولیسو اراده د تخریب، تبلیغ، پروپاګنډ او ډنډورو باوجود نه ماتېدونکې ښکاري او د وطن و ولس د ناموس په دفاع کې بریمن مالومیږي.
د هلمند ځوان سیاسی او شعوري نسل باید له دغو ناوړو حالاتو څخه په درس اخیستو سره راټول، منسجم، هماهنګ او یو لاس شي او د ګران هیواد افغانستان راتلونکي واقعي ژغورونکي و ساتونکي و اوسي؛ دا کار بېخې ممکن دی.
پر خپلو خلکو او قانون تکیه د بریالیتوب او عزت یوازنۍ لار ده.