هغه څه چې مو په تېرو لسو دوولسو کالونو کې ولیدل او واوریدل، د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه نه چا لیدلي او نه هم اوریدلي ؤ: په لویه کچه سیاسی او اداري فساد، د ځمکو مافیا، د مخدره توکو مافیا، د انس انانو د قاچاق مافیا، د باج آخیستونکو او سړي تښتوونکو مافیايي ډلې اوسازمانونه او داسې نور.
دې ډلو ټپلو په دولت کې ژورې رېښې وځغـلولې او دا رېښې د هـرې ورځې په تېرېدو سره نورې هم پسې مضبوطيږي او پراخیږي. ټولو ته معلومه ده چې دا جنایت پیشه ډلې څوک دي او د چا لخوا اداره کیږي. د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په لس ګونو فابریکې او تصدی ګانې چې د هېواد د څو لسیزو د پرمختګ نتیجه وه او په لس ګونو زره کارګرانو کار پکې کاوه او د خپلو بچو لپاره یې حلاله روزي پیدا کوله، د دې پرځای چې ورغول شي ، په لومړي ګام کې د خصوصي کولو په نوم، بې لدې چې داؤطلبې ته وړاندي شي، د زورواکانو له لورې د یوڅو غوړو ګولو په توګه تر ستونو تیرې شوې. ورسره جوخت د خلکو د خصوصي ملکیتونو دغصب ترڅنګ په میلیونونوهکتاره دولتي ځمکې هم د زورواکانو لخواغصب شوې. حامد کرزی د هېواد خلکو ته پخپله یوه وینا کې اقراروکړ چې « ما دا لیوان ځکه پخپل ځان را ټول کړل چې تاسوترېنه وساتم.»
پداسې حال کې چې وروڼه یې تر اوسه پورې له همدې لېوانو سره غوښې خوري، همدا لېوان یې ښه راته چاغ او وپړسول. هېواد یې د غلو، جنایتکارانو او لوټمارانو په امپراطورې بدل کړ. نن پدې امپراطورې کې د کابلبانک غله، د ځمکوغصب کوونکي او ډاکووان آزاد ګرځي او سرې سترګې مزې کوي. نه د قانون پروا لري او نه هم د عدالت. هیڅوک هم څه نشي ورته ویلی… د دې وضعې پاته کیدل د افغانستان لپاره خودکشي ده. دا حالت بدلون ته اړتیا لري.
بدلون څوک مینځ ته راوړلی شي؟
هغه څوک چې کار او صداقت یې ټولو ته د لمر په شان روښانه دی او د خپلې لنډې کاري مودې په وخت کې یې د جنګ ځپلي افغانستان د اقتصاد او مالي سیستم داسې بنسټ کېښود چې له برکته یې زمونږافغانې تر اوسه پورې په منطقه کې تر ټولو قوي ده او خپل آرزش یې لا هم ساتلئ دی. دا له ویاړه ډک شخصیت دروند استاد اشرف غني احمدزۍ دی. دا چې څو ماسټرې اودوکتوراوې لري، د جهان په کومو مشهورو علمي موسیسو او پوهنتونونو کې یې درس ورکړئ او د کومو هېوادونو د اقتصادي بحرانونو په له مینځه وړلو کې یې مرسته کړې او نړیوال اقتصاد ته یې څه خدمتونه کړي، پدې کوچنې لېکنه کې نه ځایږي.
لازم ګڼم دلته دا تپوس وکړم چې آیا افغانستان د ده له استعداده په کافي توګه ګټه آخېستې ده او که نه؟ له بده مرغه ځواب منفي دی. اشرف غني د وزارت د دندې په موده کې د هېواد د ملي ګټو په خاطر له زورواکانو سره سختې ډغرې ووهلې. هغوی نوموړی پرې یې نه ښود چې خپل کار ته دوام ورکړي. استعفا ته یې مجبورکړ او له بده مرغه زمونږ هېواد د ده له خدمت ، صداقت اوابتکارڅخه محروم شو.
له هغه نه وروسته یې د کابل پوهنتون بیارغونې ته مخه کړه چې په هغه کې د ده علمي او آکاډمیک خدمتونه نه هیریدونکي اود ستاینې وړ دي… اوس په لومړي ګام کې هېواد له هرڅه نه مخکې سولې ته اړتیا لري. سوله هغه څوک راوستلئ شي چې خپله سولې ته ژمن وي او لاسونه یې د خلکو په وینو نه وي لړلي، په هیڅ ډول اداري او اخلاقي فساد کې ښکېل نه وي اود افغانستان د ټولو اتباعود مشرې اوزعامت ظرفیت او وړتیا ولري او قانون پلی کړي.
په هېواد کې ترټولولویه تشه د قانون نه پلي کیدل دي. قانون هغه څوک پلی کولئ شي چې پخپل کاراو مسولیت کې جدي او د قانون پابند واوسي.
زمونږ اقتصاد په خارجي مرستو ولاړ دی او خارجي مرستې نن صبا ورځ په ورځ په کمیدو دي. وايي چې پردۍ کټ تر نیمو شپو وي. تر څو به مو خارجي مرستو ته لاسونه نیولي وي، پکار ده چې خپله همت وکړو، سرشارې طبیعي زېرمې، بشري قوې لرو اود ډاکتر صیب اشرف غني په څېر مبتکر، متفکر او آکاډمیک شخصیت لرو چې د تاریخ پدې سخته او حساسه مرحله کې میدان ته را وتلی او ځان یې کاندید کړی تر څو وکولی شي هېواد لدې بحراني حالت نه راوباسي، د پرمختګ او سوکالې په لورې یې رهبري کړي او د سیالانو سره یې سیال کړي.
دا ټولې دنیا ته د لمر په شان روښانه ده چې اشرف غني د دې استعاد او وړتیا لري چې دا تاریخي رسالت تر سره کړي. ځکه زه په ټولو افغانانو- پښتنو، تاجکو، هزاره ؤ، ازبکو، ترکمنو، پشه یانو، نورستانیانواو بلوڅو وروڼو غږکوم چې په ټاکنو کې هر ډول درغلۍ رسوا کړي.
په درغلیو باندې سترګې پټول لویه ګناه ده. نورمه پرېږدئ چې جګړه په تاسو تحمیل شي! د سولې غم وخورئ! د خپل هېواد اوهمدارنګه د راتلونکو نسلونو غم وخورئ! د هېواد د پرمختګ ، سوکالې او سرلوړې لپاره په دوهم ځل ټاکنو کې فعالانه برخه واخلئ ! او د دې ارمانونو د پوره کولو لپاره دروند استاد اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړئ! یوازې اشرف غني د دې وړتیا لري چې د لوی خدای « ج » په مرسته او د خلکو په ملاتړ او د هغې بې کچې مینې له کبله چې له هېواد، هېوادوالو او همدارنګه د اسلام له مبین دین سره یې لري، دې لوړو ټولنیزو، اقتصادي او ملي اهدافو ته ورسیږي.
– اشرف غني ته رایه سولې، پرمختګ، سوکالې اوستاسو د بچیانو راتلونکې ته رایه ده.
هیله ده چې زمونږ عزتمندې خویندې هم پدې پروسه کې پراخ ګډون وکړي او دخپل هوټ یا رایې په مرسته په هېواد کې مثبت بدلونونه مینځ ته راولي.