زه و یار چې سره خپل غمونه شمار کړو
یار و ما ته حیرانیږي زه و یار ته
رحمان بابا
د بدلون اونیزې له چلوونکو پرته، بل د چا زړه ته لوېده چې دا رسنۍ دې تر سلمې ګڼې خپل مسلسل ژوندانه ته دوام ور کړای شي؟ نه یوازې بې پرې کتونکو، بلکې خپله د ودان افغانستان ګوند غړو هم، دا باور نه لاره، ځکه دا اونیزه د ۲۰۱۴ کال په درشل کې، د افغاني رسنیو په سلسله کې را منځته شوه، هغه کال چې له ۲۰۰۹ څخه یې راتګ لکه بلا بلل شوې وه، هغه هم په هلمند کې، چې د غونډ افغانستان غمیزه یوې خوا ته او د دغه ولایت دا بل لور ته؛ د دغه کال سره د ګرد هیواد د سقوط او د ۱۹۹۲ غوندې، کورنیو جنګو او د وینو ویالو بهېدو وړاندوینې ملې وې؛ شکر وطن له لاسه و نه ووت، خو اقتصادي بحران، بېکارۍ او سلو و زرو نورو بدمرغیو ښه په درز غوبل جوړ کړ؛ د دې غوبل هر څرخ، هر وطنوال ته څرګند دی او ډېر کتابونه و بیانونه په کار دي چې بر، اوږده او ژورتیا یې وڅېړل شي؛ ته به وایې چې رحمان بابا پورته شعر ټیک په همدې مورد کې ویلی خو دلته به یوازې هغو څو عمده بېلګو ته اشاره غوندې وکړو چې د بدلون سلیزې ته ډېرې نژدې پېښې شوي دي او بیا به د دې اشارې موخه هم در سره شریکه کړو.
یو- که څه هم له نېکه مرغه، د لښکرګاه د سقوط ګواښ له منځه تللی، خو دا خطر هغه برید ته ورسېد چې له یوې خوا په هلمند کې ۸- زره کورنۍ بې ځایه شوې، یوازې ۵- زره یې له ګرمسېر، ناوې او نادالي ولسوالیو څخه لښکرګاه ښار او نژدې سیمو ته سره و پاشل شوې او له بله اړخه سلګونه نورې خپله له ښاره د حتمي نسکورېدو له ډاره ووتې، ځکه له یوې خوا د تېر کال غوندې طالبان کندوز ته ننوتل او د دغه ولایت له لاسه وتل سل سلنه یقیني شوي ول، د روزګان د مرکز تیري ستونی همداسې خپه کړل شو، فراه ښار په ورته توګه را کښېکښل شو، په بادغیس، غور، بدخشان، فاریاب، سرپل او ټول مشرقي، په تېره بیا ننګرهار کې، د ترهګرۍ بحران اوج ته نژدې شو؛ په دغسې فاجعه کې د لښکر ګاه ښار هره نقطه د طالباني برید تر غضب لاندې شوه، آن ولایت مقام په توغندیو وویشته شو؛ له ښاره د وتو په سلسله کې د و.ا.ګ غړو ته هم مشوره ور کړه شوه چې تر ممکنه بریده له سیمې ځانونه وباسي؛ ځینو یې کډې بار کړې او نور یې د افرادو په توګه ووتل.
دوه- د عقرب پر ۲- مه روغتیا وزارت بېروونکی اعلان وکړ چې هر کال۲۰ زره افغانان په سرطان اخته کیږي چې له دې منځه یې ۱۷۰۰ افغان ښځې د تیو د سرطان له امله مري.
درې- پر یاده نېټه مالیه وزیر اکلیل حکیمي، د مشرانو جرګې استماعیه غونډې ته وویل، چې د مدیریتي کمزورۍ له امله، تر اوسه ۳۵٪ پرمختیایی بودجه لګېدلې چې ولسمشر غني یې هم خپه کړی دی.
څلور- همدغه ورځ یوناما وویل چې د اوبو په قانون کې جدې خلاء موجوده ده؛ له دې اړخه د جنګو، وچکالیو او په مجموع کې، په ټوله دنیا کې د اوبو د را روان بحران له امله، لوی جنجالونه را خوځېدای شي.
پنځه- همدغه مهال د کابل د یوه مسجد ملا امام، تر نیولو وروسته اعتراف وکړ چې مخکې یې هم پنځه نجونې د هیواد له بېلابېلو سیمو تښتولي، دوې یې خپله نکاح کړي او درې یې پر خپلو خپلوانو خرڅې کړي او کله چې یې دوې نورې وتښتولې او غوښته یې چې په ۲۰۰ زره افغانیو یې وپلوري نو د امنیتي کسانو له خوا ونیول شو.
شپږ- همدغه ورځ د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت او ملګرو ملتو په ګډه وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې د مخدره موادو تولید ۴۳٪ زیات شوی او سږ کال به په ټول هیواد کې له ۲۰۱ زره هکټاره ځمکې، څلور زره او اته سوه ټنه تاریاک را ټول شي چې تر ټولو لوړه فیصدې به یې له معمول سره سم، بیا هم په هلمند کې وي.
اووه- د میزان پر ۲۹– مه، ملګرو ملتو خبر کړو چې یوازې په تېرو نهو میاشتو کې، د جنګ له لاسه ۲۵۶۲ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ټپي شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۱۵٪ ډېرښت ښیي؛ دغه سازمان په دې لړ کې، د افغان کوشنیانو مرګ- ژوبله هم وحشتناکه بللې چې د روان کال په اولو نهو میاشتو کې یې ۶۳۹ مړه او تر ۱۸۰۰ زیات زخمي ښوولي چې د ۶۰٪ پړه یې د طالبانو پر غاړه ور اچول شوې ده.
اته- په عیني وخت کې ملګرو ملتو دا هم اعلان کړه چې د ډېرېدونکو ناامنیو له امله، په هیواد کې ۳۲۳ زره افغانان بې ځایه شوي او دا شمېره لا مخ پر زیاتېدو روانه ده چې د کال تر پایه به ۴۰۰ زرو ته ورسیږي او هغوی چې له پاکستان او نورو هیوادو راځي او د یوه بشري ناورین پیام لري، لا بله غټه غمیزه ده.
نهه- په افغانستان کې د ناټو ځواکو مشر، جنرال نیکولسن د عقرب پر درېیمه، د کمزوري مدیریت او پراخ فساد له سببه، د افغان امنیتي ځواکو پر ډېرېدونکو تلفاتو اندېښنه وښوده چې اکثر ځوان عسکر یې په خطرناکو سیمو کې، د اوبو او وسلو د نشتوالي له کبله، په داسې حال کې مري، چې مشران یې هم ور سره نه وي.
لس- نیکولسن په افغانستان کې د القاعده، طالب، حقاني شبکې او لښکر طیبه ترهګرو ډلو له یوځای کېدو څخه اندېښنه وښوده.
یوولس- د لړم پر څلورمه، د غور مرکز فیروزکوه ته په لس کیلو مترۍ کې، ۳۶- تنه غریب ملکي وګړي او شپنیان، چې غرو ته یې مالونه بېولي او ځینې یې په بوټو ټولولو پسې تللي ول، د وسلوالو له خوا تر تښتولو وروسته، د بې رحمۍ په ټول جبر سره، ووژل شول چې په منځ کې یې شپږ کوشنیان هم ول او مالونه یې ځنې یووړل؛ د دې جنګي جنایت پړه داعش پر غاړه واخیسته خو وروسته د غور ولایت ویاند وویل چې د دې جنګي جنایت عاملین په جمعیت اسلامي تنظیم پورې اړوند، پخواني قومندانان (قاري رحمت الله، غفار، مولوي عبدالهادي او قهار) ول، دوی مخکې په ۴۱ فرقه کې تنظیم ول، کله چې له دې دندې لیري شول نو ترهګریزو کارو ته یې لاس واچاوه او قاري رحمت الله خو په ډېرو نورو جنایاتو کې هم لاس لاره.
دوولس- له یوې خوا، په ارګ کې دننه، د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله تر منځ ناندرۍ او له بله اړخه د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم له خوا پر غني سختې نیوکې او په قومي تمایلاتو تورنول او هلته هم په ښې حکومتولۍ کې، د جمهور رئیس د ځانګړي استاځي احمد ضیا مسعود له خوا ورته تور لګول، د لوی شرم او هېښوونکي انارشیزم تر بریده دردوونکي خبرونه ول.
او….
دا په اول نظر ډېر مایوسوونکي واقعیتونه دي چې د سړي زړه یو مخ له ژونده توروي خو موږ د بدلون اونیزې د سلمې ګڼې د خپراوي په مناسبت د دې ترخو پېښو په بیان سره، نه خپل او نه هم د سرسختو افغانانو زړونه اچول غواړو، بلکې برعکس، غواړو دا هوډ او اراده څرګنده کړو چې که خدای مکړه مسئله تر دې هم پېچلې و ترینګلې او لېونۍ و خونړۍ شي نو موږ باید ور سره د لا زورور مسؤلیت احساس وکړو او دا پیام ور سره خپروو چې څومره غمیزه پراخیږي نو ور سره د بااراده انسانانو د رسالت پېټی هم درنیږي؛ موږ ثابته کړه چې هیڅ ډول نه باورېدونکي بحران او ګواښ د بدلون اونیزې د منظم خپراوي په مخ کې خنډ و خار واقع نکړای شوای، د هلمند- کندهار لارې په بندېدو او لښکرګاه ته د څلورو مسلسلو ګڼو په نه رسېدو سره، اونیزه بیا هم له چاپه پاته نه شوه او د ټولو مسؤلینو په اواره کېدو سره یې هم چاپ شوه او دا دی سلمه یې په داسې حال کې ستاسو لاسو ته ډالۍ کیږي چې د ګوند د ولایتې کومېټې نژدې دوه تنه یې هم یو له بل سره په مخامخ تماس کې نه دي.
موږ خپلو ټولو وطنپرستو وطنوالو ته ډاډ ورکوو چې زموږ تجربه و اراده راته وایي چې کله د هلمند په نه منونکو شرایطو کې، د هراړخیز بدلون په موخه، بدلون خپرېدای شي نو همداسې مو په انساني اراده سره سراسر افغانستان هم ودانېدای شي؛ راځئ چې په دې هیوادپاله مبارزه کې، په یوه روشنفکرانه سیسټم کې سره یو لاس او منسجم شو.
راتلونکې بېله شکه او خامخا زموږ و ستاسو ده!!!
د بدلون سلیزه دې ټولو افغانانو ته مبارک وي او یوازې به نه سره پرېږدو! یا به یو کیږو کنې ورکیږو!
سرليکنه
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۸ مه / پرلپسي ۱۰۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۵/ ۱۳۹۵
Salam;
De Badlun weekly , 100mi gannae ta raseedil de mobarek viey!
De Wadan Afghanistan de la zyato baryaoo pa hilah.