د نويو تګلارو د موندلو او پلي کولو لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چې له ځانه د شلو په شاوخوا کې پوښتنې وکړی. دا پوښتنې ښايي داسې او يا دې ته ورته وي: « کوم کارونه لږ او کوم کارونه باید ډېر تر سره کړم؟ کوم کارونه پیل کړم او د کومو کارونو له کولو ډډه وکړم»؟
کېدای شې په دې پوښتنو کې دوه یې درته اسانه وي، چې کوم کارونه ډېر او کوم کارونه لږ تر سره کړی؟ پنځه نورې پوښتنې کېدای شي درته یو څه ستونزمنې وي، پاتې لس نورې پوښتنې ښايي درته بېخي ډېرې ستونزمنې وي. ښايي په همدې ډول درته ټولې شل واړه پوښتنې سختې شي، خو یوه څه ته مو باید پام وي چې د پوښتنو په کولو او ځوابولو کې خپل همت له لاسه مه ورکوئ او تر پایه پورې خپل کار په سم ډول تر سره کړئ.
په زړه پورې خو دا ده چې څنګه کولای شو د دې شلو پوښتنو له منځه هغه پوښتنه پیدا کړو چې تر ټولو ډېر فکر کولو ته اړتیا لري؛ ځکه دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې ښايي ستاسو پر سوداګرۍ ژور اغېز وښندي.
ژباړه: حمیدالله حمیدي
