نن چې په کوم وضعیت کې یاست، دا ټول د هغو کارونو پایله ده چې ترسره کړي مو دي او یا یې له ترسره کولو وروسته پاتې شوي یاست. که په ژوند کې له داسې کوم شي سره مخ شوي یاست چې ترې نا خوښ وی، ګناه مو خپله ده. بیا هم که په ژوند کې له کوم څه ځورېږئ، همدا تاسو یاست چې د حل لار ورته پیدا کړئ او پر وړاندې یې ګام پورته کړئ.
تاسو د ځان پر وړاندې داسې مسوول یاست، لکه د یوه شرکت مشر چې د خپلو کارونو او کار کوونکو پر وړاندې مسوول دی. تاسو د خپلو کړنو پر وړاندې مسوولیت لرئ، تاسو هغه څه یاست چې خپله مو غوښتي.
که خپل ځان ته پام وکړئ، په هغې اندازه مو پرمختګ کړی، څومره یې چې تاسو غوښتنه درلوده، نه کم او نه زیات. که له خپلو عوایدو ناخوښ یاست، همدا نن یې د زیاتولو لپاره هڅه وکړئ او هغه اندازه چې غوښتنه یې لرئ، د ځان لپاره د یوې موخې په توګه وټاکئ. د ځان لپاره مهالوېش جوړ کړئ او ټولې هغه لارې عملي کړئ چې موخې ته په رسېدو کې درسره مرسته کوي. ټاکنه ستاسو په لاس کې ده، څه ډول چې غواړئ ژوند کولی شئ.
د بدلون لپاره همدا نن لاس په کار شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *