بدلون

سرليکنه

بدلون اوونیزه/ لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

په هلمند ولایت کې د ودان افغانستان ګوند دفتر د روان ۱۳۹۴ کال د اسد پر ۲۹- مه غلو وواهه؛ د کمپیوټر په شمول یې یو شمېر نور وسایل ولوټل او په دې توګه یې د دوو میاشتو لپاره بدلون اونیزه له پښو واچوله.

ښايي ډېرو ته به لا څرګنده نه وي چې زموږ ګوند پر مادیاتو نه بلکې پر معنویاتو متکي دی، دلته فکر، سیسټم او ستراتېژې تر هر څه زیات اهمیت لري؛ د غلا منطق دا دی چې غله مادیات تر لاسه کړي او دا هم ښکاره ده چې د غلو له معنویاتو سره کار نشته، پر دې اساس نو هغو غلو چې زموږ دفتر مات کړ چندانې ګټه یې ونکړه ځکه هغه لوی شی چې دوی یووړ هغه کمپیوټر وو چې په عمومې توګه په مادي لحاظ ډېر ارزښت نه لري خو زموږ له پاره دا په دې خاطر لویه ضربه وه چې زموږ ټول د ګوند او اونیزې آرشیف په همدغه کمپیوټر کې خوندي وو او پرته له موږ څخه یې بل د هیچا په درد ځکه نه خوړل چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې لا د معنویاتو ارزښت هغې کچې ته نه دی رسېدلی چې پر بنسټ یې افغاني ژوند انساني رنګ و رونق ومومي او د بدلون اونیزې د خپراوي یو عمده هدف همدغه دی چې د فکري فعالیت، ذهني روښانتیا او فرهنګي- علمي غوړېدا له پاره مبارزه وکړي.

له مادي اړخه هم دا له دې امله موږ ته یو ګوزار وو چې زموږ سیاسي- فرهنګي مبارزینو هغه د چا خبره د بدلون اونیزې لپاره دغه محدود امکانات د زړه په وینو برابر کړي ول، له یوه و بل وطندوست هلمندي او با احساس وطنوال څخه یې په اصطلاح غیران و ایکي مرسته را ټوله کړې وه او په دغو لږو امکاناتو یې د خپل هوډ او ارادې په توان د رڼا پر واټ د ټول ملت د ور برابرولو هڅه کوله؛ دلته نه د کومې مؤسسې مفته مرسته را روانه وه او نه هم د کومې بلې ادارې، چې د سترګو په رپ کې یې په مټ هر څه بېرته نارمل مسیر ته برابر شوي وای.

دا ظاهراً یو ډېر مایوسوونکی او دردوونکی حالت وو چې د بدلون اونیزې کارکوونکي یې قرباني شول خو څنګه چې مېړنیو هلمندیو تل دا ثابته کړې چې دوی هیڅکله ترور او زور، تاریاق و قاچاق، غصب و غلا، جنګسالار و داړه مار، جګړې و فاجعې، وحشت و خشونت، جهالت و بل هر آفت ته نه دي تسلیم شوي او د دې هر څه په وړاندې یې هغسې فکري، قلمي و علمي مبارزه روانه کړې چې کیسه یې افسانه ایسې مګر ټول یې مخامخ مشاهده کوي چې دا د تاریخ په تر ټولو ترخو او تیارو شېبو کې، لکه د ودان افغانستان د هیلو راختونکی لمر، روښان حقیقت دی.

وایي چې ګټه په تاوان کېږي، کله- کله د یوې پدېدې شکل ټولمنلی زیان خو ماهیت یې سراسر له بریا جوړ وي، هغوی چې بې حوصیلې او وارخطا وې نو ډېر ځله د مسایلو په قشر کې ځانونه و بایلي او دا توان پېدا نه شي کړای چې د پېښو له ژورو څخه د نوو بریالیتوبونو اسرار را وباسي.

راځئ چې دغه فلسفه د بدلون اونیزې د تالان په مسئله کې وڅېړو:

۱- د بدلون اونیزې لوټ په ښکاره د دغه روښانتیایې بهیر د فلج په معناوو خو د رڼا د دغه کاروان ځوانه مجموعه مایوسه و سرسامه نه شوه ځکه دوی د بحران د مدیریت او له ناورین سره د لوبېدلو په چل پوهېدل او دغه پوهه دوی ته د وطندوستۍ او ملت پالنې قوې روحیې او ځواکمنې ارادې ور کړې وه ځکه نو د تاوان د جبران په هڅه کې شول، دوی په دې تلاښ کې بریالي شول او په عین حال کې یې دا هم عملاً زباد کړه چې د هیواد د ودانۍ، د افغانانو د ښېرازۍ او د فکر و فرهنګ د تعمیم په انساني پروسه کې مایوسیو ته تسلیمېده او ناکامۍ منل ناممکنه خبره ده.

۲- دلته دا هم یو وار بیا ثابته شوه چې د غم او تکلیف په وخت کې همېشه افغانانو افغانانو ته اوږه ور کړې ده نه پردیو؛ دا هغه انساني ځانګړنه ده چې زموږ په خلکو کې شته او سړی په ویاړلای شي؛ د دغې ځانګړنې په بیا- بیا یادونه او لمانځنه سره په افغانستان کې د یوه سرتا سري اعتماد فضا رامنځته کولای او په نتېجه کې یې د نورو له احتیاجه ټول وطن خلاصولای او خپل وطنوال پر خپلو پښو درولای شو.

دلته ځای لري چې په ننګرهار کې له احمدالله عادل، په کندهار کې له حاجي ظاهرجان څرک، حکمت الله څرک، نورالباري مل، جاوید وطنیار، رحیم نثار، انجینیر ایمل سجاد، په هلمند کې له غلام نبي شاکر، مسعود سېلاب، شریف عظیمي او حبیب الله ذکي څخه د زړه له تله مننه وکړو ځکه دوې په خپلو مرستو سره بیا د بدلون اونیزې په ځپل شوي وجود کې د خپل احساس سا وچلوله او د پوهې و فرهنګ دغه کاروان ته یې بیا حرکت ورکړ؛ غني بادار دې پر دوی د برکتونو بارانونه و اوروي.

۳- وروستۍ خبره دا چې، بیا روښانه شوه چې زموږ خلک حق شناس دي، څوک چې د دوی د عزت لپاره کار کوي نو دوی یې یوازې نه پرېږدي، هم روحیه ور کوي او هم اوږه؛ د دې تر څنګ موږ ته دا حقیقت هم څرګند شو چې زموږ ملي اخلاص او وطنپالونکې وفاداري زموږ درنو هیوادوالو درک کړې ځکه یې بېنوا پرې نښودو او دې پېښې موږ پر خپلو هیواد پال عزم او تعهد نور هم ټینګ کړو.

رڼا ډېرېدونکې، منزل نژدې کېدونکی دی.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *