تاند- د برازیل په ریو دیو جینیرو کې دغه ورزشکار صحي خوراکونه لکه سابه او غوښه نه ده خوړلې چې عضلې یې دومره غټې شي.

ده خپلې عضلې تر ۲۹ انچو پوري د سپورت په وسیله هم نه دي لویې کړي بلکې د خورا غیر صحي خوړو لکه غوړو او الکولو په وسیله یې دومره پړسولي دي.

د دغه ورزشکار نوم ارلینډ وډي دی. دی وايي چې یوه نژدې ملګري یې هم هڅه وکړه چې د ده تقلید وکړي خو ومړ.

دی وايي چې د یو بل چا په مشوره یې غوړي په مټو کې پیچکاري کړل خو کله چې د ده ملګري دا کار وکړ هغه ومړ.

ده د مټو د پړسولو هڅه دوه کاله پخوا پیل کړې وه او اوس په برازیل کې جوړه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *