تاند- د برازیل تر ټولو لوړې نجلۍ ایلیساني سلوا، چې ونه یې ۶ فوټه او ۸ اینچه ده، د ژوند ملګری غوره کړ.
اتلس کلنې ایلیساني له داسي یوه ځوان سره کوژده کړې چې ونه یا قد یې۵ فوټه او ۴ اینچه دی.
دوی، سره له دې چې په ونو کې یې زیات توپیر شته، په خپل منځ کې له ګډ ژونده خوشاله دي.
دوی له تېرو درو کلونو راهیسي د دوو دوستانو په شان یوځای اوسي خو تازه یې له یو بل سره کوژده کړې ده.
دوی وايي چې د قد توپیر د دوی پر مینې او دوستۍ کوم اغېز نه دی کړی.