د بریالیتوب د ارواه پوهنې د مخکښ لیکوال برایان ټریسي د مشهور اثر«Goals» پښتو ژباړه چاپ شوه. دغه کتاب چې د «موخو» تر عنوان لاندې ژباړل شوی په ژوند کې د هدف ټاکنې د ارزښت په اړه په زړه پورې بحثونه لري. کتاب په ۲۱ فصلونو کې چې ۳۳۶ پاڼې کېږي افغان ژورنالېست شېرخان شهیر په روانه پښتو له انګلیسي ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. اکسوس تر دې وړاندې د نورو برخو تر څنګ د بریالیتوب د ارواه پوهنې نور کتابونه هم چاپ کړي چې تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب د هندي لیکوال « شیو کهرا» مشهور اثر « ته ګټونکی یې» وو.