تاند- د میانمار یا پخوانۍ برما په رخاین ولایت کې، چې اکثره اوسېدونکي یې مسلمانان دي، تر ۲۶۰۰ زیات کورونه سوځول شوي دي.

د برما حکومت هم تاییدوي چې دا د روهنګیا د مسلمانانو خلاف یوه تر ټولو تاوتریخجنه پېښه ده. که څه هم تر دې وړاندې د دې سیمې له مسلمانانو سره تر دې د خورا خونړیو او بې رحمانه پېښو راپورونه ورکړای شوي دي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا تراوسه پورې نژدې ۷۰ زره روهنګیايي مسلمانان ګاونډي هیواد بنګله دېش ته مهاجر شوي دي.

د میانمار چارواکي د روهنګیا اراکان د ژغورنې پوځ په نوم وسله واله ډله د روهنګیايي مسلمانانو خلاف د تشدد مسووله بولي.

دې ډلې تېره اوونۍ د میانمار پر امنیتي چارواکو د برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی و.

خو بنګله دېش ته تللې کډوال وايي چې پوځیانو د دوی کورونه سوځولي او لوټ کړي دي.

د روهنګیا د مسلمانانو او پوځ ترمنځ يه شخړو کې لږترلږه ۴ سوه تنه وژل شوي دي.

2 thoughts on “د برما د روهنګیا د مسلمانانو ۲۶۰۰ کورونه سوځول شوي”
  1. روهینګا مسلمانان د نړی د مظلوم او بیچاره ولس په حیث د نړیوالو تش په نوم د بشریت پالنی د شعارونو رسوایی ، د مسلمانانو تش په نوم ازاد مملکتونو او ولسونو واقیعی حیثیت او شناخت، د ګلوبلایزیشن او سکولرانو خیالی نړی مونږ ته بیا نوی .

  2. ملګري ملتونه او د بشر د حقوقو سازمانونه فقط د غیر مسلمانو د حقوقو مدافع دي ، د مسلمانانو لپاره دوی د بشر د حقوقو بیل تعریف لري چي په هغي کي پر مسلمان هر نوع ظلم او تیری روا ګڼل کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *