په هغه ويډيو  کې په وروستيو ورځو کې خپره شوې،  د امريکا هغه سرتېرى په کې ښکاري، چې  پنځه کاله  مخکې برمته شوى دى. د دې سرتېري کورنۍ د ويډيو پر خپرېدو پرون خبرې وکړې.

 د بووي برګډال کورنۍ په يوه اعلاميه کې وويل: موږ نن خبر شوو، چې زموږ د زوى امريکايي پوځي بووي برګډال ويډيوه خپره شوې ده،  دغه ويډيو د ده د برمته نيوونکو له خوا خپره شوې ده.

 د برګډال کورنۍ له برمته نيوونکو غوښتنه وکړه، چې زوى يې ژر تر ژره خوشې کړي، چې بېرته له خپلې مور او پلار سره يوځاى شي.

 برګډال افغانستان ته تر تګ دوې مياشتې وروسته په پکتيکا ولايت کې په پوځي  دنده بوخت و، چې د ٢٠٠٩م کال د جون پر ٣٠مه ناڅاپه د ناڅرګندو دلايلو له مخې لادرکه شو.

 برګډال د افغانستان په جګړه کې لومړى امريکايي سرتېرى دى، چې سخت دريځي وسلوال يې برمته کوي. تر دې مخکې يې هم څو ويډيوګانې خپرې شوې دي.

 ګومان کېږي په پاکستان کې د طالبانو اړوندو وسلوالو به دى برمته کړى وي.

 امريکايي چارواکي وايي داسې ښکاري چې ٢٧ کلن برګډال روغتيايي ستونزه لري.

دوى په دې باور دي چې دغه ويډيو به څو مياشتې مخکې ثبت شوې وي.

وسلوالو طالبانو د برګډال د تښتونې مسووليت منلى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *