لیکنه امین پاچا –

کابو دوه میاشتې وړاندې د کابل کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې، څو مخپټو وسلوالو له دوو بسونو څخه لږ تر لږه ( یو دېرش) هزاره مسافر برمته کړل. افغان حکومت د برمته شویو مسافرو د خلاصون په موخه نظامي عملیات پیل کړل، نومړي عملیات افغان حکومت ته په شپږ میلیونه ډالره تمام شول، خو د برمته شویو د خلاصون په برخه کې یې کوم اغېز نه درلود، وروسته له هغې د دولت له لوري په یو شمېر قومي سپین ږیرو او مخورو فشار راغی او دوی یې د برمته شویو د لټون په موخه وګومارل، سپین ږیرو له وسلوالو سره وکتل او د دوی شپږ ماده یي غوښتنې یې په یوه مکتوب کې حکوت ته وړاندې کړې، له بلې خوا د برمته شویو کورنیو هم د خپلو عزیزانو د لټون په خاطر هرې خواته منډې وکړې، د مشرانو جرګې مخې ته یې خیمې ووهلې، لاریونونه وشول، د ولسي جرګې دوازه یې د وکیلانو پر مخ وتړله، مدني فعالینو پر افغان حکومت نیوکې وکړې چې ګواکې دوی د برمته شویو مسافرو په خلاصون کې پاتې راغلي او داسې نور حرکتونه وشول.

اوس د دوی له ډلې نولس کسه را خوشي شوي دي، خو پوښتنه دا ده چې دا نولس برمته شوي د څه په بدل کې را خوشي شوي دي؟

افغان ولسمشر د دې برمته شویو تر را خلاصېدو څو شېبې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د دې نولسو کسانو د خلاصون په بدل کې هېڅ کومه معامله نه ده شوې، ده زیاته کړه چې د دوی په بدل کې هېڅ کوم کورنی یا بهرنی مجرم نه دی خوشی شوی، خو وروسته کله چې خلکو او رسنیو خبره را برسېره کړه چې د ( ۱۹) کسانو په بدل کې (۲۶) زندانیان چې د بدخشان او ورته نورو پېښو کې یې لاس درلود خوشي شوي دي.

بله دا چې وروسته له څو کلونو د غزني د ناوې ولسوالي د وسلوالو طالبانو په ولکه کې وه، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو به ګډو عملیاتو کې نوموړې ولسوالي د وسلوالو له شتون څخه پاکه شوه، خو دولت بېرته وسلوالو ته پرېښوده په داسې حال کې چې میلیونونه ډالره پیسې د دې ولسوالۍ به نیولو ولګول شوې، چې د دې علت هم همدا نولس کسان وو، ویل کیږي چې د دوی په بدل کې دولت ناوه ولسوالي بېرته وسلوالو ته پرېښوده.

پوښتنه دا ده چې د دې ډول کسانو په بدل کې مجرمین خوشي کول به څه پایله ولري؟

زما په نظر نور وسلوالو ته دا یو ښه چانس په لاس ورغی، وروسته له دې به دوی ملکي خلک برا-مته کوي او په بدل کې به یې له دولته څخه امتیازونه غواړي.

بل دا چې د خلکو باور به پر افغان حکومت ورځ تر بلې کم شي.

بل دا چې د جنګ لمن به نوره هم په هېواد کې وغوړیږي.

…….

اوس پوښتنه دا ده چې د پاتې نورو کسانو په بدل کې به څه ډول معامله کیږي؟

ایا دې ته ورته معامله به وي؟

ایا بله کومه خطرناکه معامله به وي؟

د دې پوښتنو ځواب ستونزمن دی زه خو نشم کولای ځواب یې کړم.

په درناوي

One thought on “د برمته شویو کسانو په سر لویه معامله وشوه”
  1. كه جيري واقعاء دليكونكي خبره رشتيا وي جه دبرمته شوو هزاره كانو به مقابل كي دناوي اولسوالي دوباره اشرارو ته ور بخشل شوي ده دخاوري بريشودل هغه هم به خبله رضا دشمن ته دا دي خرخولوء معني لري .
    فلهذا دخاوري بريشودل جه به هر نوعه شكل او أشكالو أوسي ملي خيانت دي .عاملين ءي ملي خيانتكاران دي .
    لازمه ده كه جيري ليكونكي دروغ ويلي وي داسي دروغ ويل ددولت به مقابل كي جرم بايد محاكمه شي . كه جيري رشتيا وي بايد وستائيل شي دولتي عاملين جه به دي موضوع كي لاس او رضايت شودلي وي جه دناوي اولسوالي دي دشمن ته دبرمته شوو أشخاصو به مقابل كي وركرل شي عاجل دملي خاينينوته به حيث محاكمه شي .
    كه جيري ملت ددي موضوع به مقابل كي خاموش باتي كيزي دا هم دخاوري به مقابل كي ملي خيانت دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *