د جون په اتمه نیټه د انګلستان برمنګهم ښار کې د تحول او تداوم په ملاتړ غونډۍ لنډ رپورټ .
د غونډۍ جوړیدل د یو محترم دوست په کور کې د یوې میلمستیا په وخت کې چې اصلآ دغه میلمستیا د کنړ ولایت د یو دروند شخصیت ، قومي مشر او جهادی شخصیت په ویاړ تیاره شوۍ وه او څو کسان يې وربللې ؤ ، له طعام خوړلو وروسته د چايو د څښلو په وخت کې د یو دوست لخوا دا خبره مطرح شوئ وه چې باید د اشرف غنی د ټیم په ملاتړ یوه غونډه جوړه کړو ناستو کسانو ټولو بې له کومې ملاحظۍ پرته خبره تاید کړي وه چې دا خو ډیر ښه او غوره کار ده حتمآ به دا کار تر سره کوو او همدا اوس پیلان جوړول پکار دی چې له کوم ځایه يې پیل وکړو خو فیصله يې کړۍ وه چې هریو به له خپلو دوستانو سره اړیکه نیسی چې هر ښار کې وي لیست به لیکې او بیا به وګورو چې په څه اندازه هال ته ضرورت لرو او وخت يې ټاکلی وو چې د ماسخوتن تر یولس نیمو بجو به بیرته یو بل سره اړیکه نیسي چې حومره کسان مو برابر کړل.
سباه ورځ د برمنګهم ښار کې میشتو دوستانو ورته تلیفون وکړ چې دلته د افغانانو تعداد ډیر ده که دا غونډه دلته جوړه کړو څنګه مو خوښه ده ؟ ، له نیکمرغه هغوي ټول دوستان پدې متفق شول نو بیا مو هغوي ته تلیفون وکړ چې سمه ده تاسو همدغلته په خپل کار پیل وکړئ په مصارفو کې سره شریک یوو ، هغوي هم ډیر خوښ شول خو پریکړه مو دا وکړه چې دوه ستر بینرونه چې د ښاغلی اشرف غنی او د معاونینینو آنځورونه ولرئ او هم ورسره د احمدضیاء انځور وي چې د ملی وحدت پیغام ولري او په څو دانې کوچنیو بینرونو او پوسټرو کې به د ښاغلی جمعه خان همدرد ، سلطان زوی ، ښاغلی مجددی ، پیر ګیلانی انځورونه وي او یو هال به کرایه کیږی ددې مسؤلیت مو د جان محمد شینواری په مشرئ یو څلور کسیز کمیسون ته وسپارلو او په ټولیزه توګه ۲۱ کسیز ګروپ ددغې غونډې جوړښت او تر سره کول په غاړه آخیستی و چې همدغو یویشت(۲۱) کسانو د غونډۍ ټول مصارف په غاړه اخیستی و خو پدې کې څو کسان داسی ول چې یا يې تجربه نه درلوده یا مصروف ول او ځینې يې کاملآ له داسی پروګرامونو سره نابلده او نااشنا ول خو مصارفو کې يې ونډه واخیسته .
هال هم ونیول شو ، پوسټرې او بینرونه هم تیار شول ځینۍ ښارونو ته هم ولیږل شو ، له ځیني ازبکو،تاجکو او هزارګانو وروڼو سره هم مشوره وشوه هغوي هم اماده شول چې غونډه کې برخه واخلې ، د لیسټر له ښار څخه هم مالی مرسته مالی کمیسون ته راورسیده کار سم راوان و او د هفته ورځ (۰۷/۰۶/۲۰۱۴) مو وټاکله چې برمنګهم کې د افغانانو د مسجد او ټولنې مرکزی دفتر کې به د سباه(یکشنبه) ورځ لپاره وروستئ تصمیم نیسو او تشکیلات به جوړو چې ویناوال،انانسران او د غونډې د نظم عمومی مسؤل او د دمې او وقفۍ په وخت کې د راغلو میلمنو ته د خوراک او څښاک په ورکړې مشوره وکړو . یو تعداد دوستان له لیسټر څخه کوانټری ښار ته یوۍ فاتحه کې د ګډون لپاره لاړل او له همغه ځایه بیا برمنګهم ښار ته له ټاکلی وخت (۵) بجو وروسته را ورسیدل دغه وخت کې تقریبآ ۳۰ کسان د ټولنې په هال کې ناست ول او د چاپ شو پوسټرونو ارزیابی يې کوله او د هغو کسانو لیست يې ترتیبولو چې مالی مرسته يې کړۍ او د هغو کسانو نومونه او مسؤلینو لیست يې جوړاؤ چې غونډه به کنټرولوي او وینا به کوی او ………. د لیسټر له ښار څخه راغلو وروڼو څخه یو ورور کلک انتقاد وکړ چې تاسو عکسونه د شوې پریکړۍ خلاف چاپ کړې دي د جمعه خان همدرد او سلطان زوی په ځاي مو د ایوبی عکس چاپ کړې دا له کومه راغئ ؟ بل ورور وویل چې د شمشاد تلویزون د مشر او قمرالدین او دا نور عکسونه د کوم مصلحت له مخې بینرونو کې راغلې او مونږ سره ولې مشوره ونشوه؟ پدې وخت کې یو ساده ځوان چې چوخی چوخی مخ یې و وویل چې د ایوبی ورور بریتانیا کې درس وايې هغه وویل چې ما ایوبی سره خبرې وکړي هغه وویل که زما عکس پکې چاپ کړئ مصارف يې هم زه درکوم او بله ښیګڼه دا کوم چې ښاغلی اشرف غنی دې ته راضي کوم چې په سکایپ غونډۍ ته خبرې وکړي نو د ایوبی عکسونه د هغه د ورور په پیسو چاپ شوي دي هغوي ورته وویل چې ما هم مصارف منلې زما عکس هم پکې چاپ کړئ او دا دې نورو ټولو شلو کسانو هم چاپ کړی ایا دا کار کويئ ؟ مونږ د فساد د مخنیوي لپاره د اشرف غنی ملاتړ کوو دا چې ایوبی صیب خپله رشوت ورکوي او ځان مشهوروې نو دا نشو زغملي او غواړو چې بوه شو د همدرد او د نورو عکسونو سره ولې مخالفت وشو او کمیسون ولې شخصي اړیکې پاللي ؟ یو بل ورور وویل سم کار نده شوي همدرد خو ډیر خلک لري باید داسي ونشي خو دغه کار ته مؤظف کمیسون هیڅ ځواب نه درلود اخر کې يې له اعتراض کوونکو بښنه وغوښته او ویل يې واقعیآ سهوه شوي باید داسی مو نه وايې کړي .
په جوړښت کې يې فرمایشونه ډیر ول هر چا غوښتنې درلودې څو ساعته وروسته يې څو پاڼي ډکې کړې او دعا وشوه سره رخصت شولو د باندې چې ووتو له نورو ښارونو راغلو میلمنو ته نجیب الله احمدزی او جان محمد شینواری ټینګ شول چې د شپې ډوډې به مو مونږ سره خورئ څه کسان ورسره لاړو هلته مو د ماښام لمونځ اداء کړ شین چاي مو غوړپاؤ او له سټوک ښار څخه میرویس احمدزی او له برمنګهم څخه انجنیر قدرت الله، لیسټر څخه نصرالله له سر څخه بیا د غونډۍ د اجراء ترتیب ولیکلو هر څه يې سره منظم کړل او له ډوډي خوړلو روسته ټول کاغذونه نصرالله له ځان سره یوړل خو ترتیب يې داسي ؤ .
د غونډې د نظم عمومي مسؤل میرویس احمدزی ، ګلاب جبار خیل او سلطان محمد شینواری .
آنانسران / ګوینده انجنیر قدرت الله ، نصرالله احمدزی او جابر جبارخیل.
د قدرت الله لخوا د قران د مبارکو ایتونو په ویلو سره د غونډۍ پیل .
د غونډۍ د پرانستې ویناوال نجیب الله احمدزی
د ملې سرود غږول
د ملی یوالی په هکله ویناوال عبید خلیل،ضیاء هزاره او حاجی اسمعیل ازبک .
د بدلون او دوام ټیم د مشرتابه او کړنلارې په هکله ویناوال مجاهد صیب
د ټاکنو د اهمیت په اړه ویناوال مولی صدیق الله
د غونډې د فرهنګی او اطلاعاتی چارو مسؤل مومین نیازی او نثار احمد
د غونډۍ ویاند نصرالله احمدزی
او د لسو ښارونو نمایند ګان به د ملاتړ خبرې وکړی.
د شپي له مخۍ یو کس پدي ټینګار کولو چې زما د مشر ورور نوم هم ویناوالو کې ولیکئ ځکه هغه هم مصارفو کې ونده آخیستې ده چې پوښتنه ترینه وشو په څه به وینا کوي نو ویل به په خط نه پوهیږئ تاسو لږ اسانه څه ورته ولیکئ مونږ به يې کور کې ورزده کړو ډیر مو ورته هم وخندل او هم مو ورته نصیحت وکړو خو نه يې منله یو چا ورته وویل د برمنګهم د خلکو په نمایندګي به خبرې وکړی نو ویل يې نه نه آسانه کار ورکړئ ، ښه څه ورکړو ولیکئ چې د برمنګهم د مشرانو مشر هاهاهاها…………………. اخر يې ولیکلو چې( یو سیمه ایز مشر د برمنګهم د ښار دوهم ویناوال) سباه سهار تالار ته حاضری پیل شوه خوندور او رنګین حال و د ځیني خلکو دسټیج شوق او ولا زما تربور خبرې کوی او زه به يې نکوم خیر ده زما نوم هم ولیکئ د ځان غوښتنې شیطان راپاڅیدو او داسي نور ………
نصرالله احمدزی د ځان په ځاي نطاقۍ کې نصیر احمد خروټی ولیکه او د ویاند خانه څخه يې هم خپل نوم وران کړ هلته يې عنایت پشتونمل ولیکه او نوموړی يې د عمومی نظم په ګروپ کې ولیکه ، سلطان محمد د نظم د مسؤل لخوا لرې کړل شو او د لیسټر ښار د نماینده په حیث د وینا والو لیست کې ولیکل شو .
نوټ : نه ښاغلی ایوبی صیب د غونډۍ مصارف ورکړئ ، نه پکې رول درلود او نه دده په مشرۍ او یا د کوم بل ګوند په لمسون جوړه شوې ، نه عبدالرحیم ایوبی ورته په سکایپ وینا کړۍ،دا چې د ایوبی صیب ورور دغه سوچه افغانی احساس په فیسبوک کې له خپل ورور پسې تړلۍ هسي چټیات دي.
ادامه لری …