فاطمه رباني

تاند – د افغانستان د وژل شوي زورواکي برهان الدین رباني لور فاطمه رباني د فېشني کالیو او د ښکلا د توکو نندارې ته ووتله.‌

د هارپر بازار په نامه د فېشن د امریکایي مجلې اړوند هارپر بازارعربیه انټرنېټي خپرونې د روان /۲۰۱۶/ کال د ډسمبر په ۶مه د انا براډي یوه لیکنه خپره کړې چې په کې د فاطمې رباني او د هغې د سهیلیوپه فېشني لباسونو ملبس عکسونه خپاره شوي دي.‌

دغه لیکنه د ډسمبر د ۸ – ۱۰مې پر وخت په دوبۍ کې د افغاني کالیو او ښکلاییزو توکو د نندارې په هکله معلومات وړاندې کوي.‌

فاطمه رباني په زینه د راښکته کېدلو پر وخت
فاطمه رباني په زینه د راښکته کېدلو پر وخت

په لیکنه کې راغلي چې فاطمه رباني په ماشومتوب کې د جګړو له امله له خپل هېواد څخه ووتله، پاکستان ته لاړه او بیا له هغه ځای څخه لندن او وروسته دوبۍ ته لاړه.‌ هارپر بازار عربیه لیکي چې فاطمه له خپل هېواد سره ډېره مینه او علاقه لري.

فاطمې رباني هارپر بازار مجلې ته ویلي چې د هغې پلار له وطن سره مینه لرله،‌ نه یې غوښتل چې له افغانستان څخه وځي، راکټونه به راتلل او هغوی به ترې په تلخونه کې پټېدل.‌

مجله د فاطمې له قوله لیکی چې اوس هغه له خپلې ملګرې ایمان سریا ناظمي سره په ګډه په دوبۍ کې د لاجوردو او زمردو د صیقل کولو کار کوي چې د نړیوالو مشتریانو لپاره لا ډېر جذاب وګرځي. ویل کیږي چې د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر جیګپوړي پاتې شوني په افغانستان کې د قېمتي کاڼو په ناقانونه را اېستنه او قاچاق کې لاس لري.‌

فاطمه رباني له نورو فېشنیانو سره
فاطمه رباني له نورو فېشنیانو سره

د افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو سیاسي جریانات ښیي چې د فاطمې پلار برهان الدین رباني له ګلبدین حکمیتار او یو شمېر نورو سره یو ځای په ۱۹۷۰مو کلونو کې په افغانستان کې د سردارمحمد داودخان د جمهوري نظام پر وخت چې په لږ وخت کې یې د افغانستان لپاره ډېر پرمختیایي کارونه کړي ول راپورته شول، وروسته د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی)‌ کش کړل او په پېښور کې یې روزنه ورکړه چې دوی هم په پوره اخلاص د سردار داودخان او له هغه راوروسته په افغانستان کې د شوروي پلوه واکمنیو پر ضد وجنګېدل.‌

ویل کیږي چې برهان الدین رباني په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر ختمېدلو وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د پاکستان تر امر لاندې جهادي ګروپونو له خوا د هغه هېواد د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې د پېښور په ګورنر هاوس کې د ۴ میاشتو لپاره د افغانستان جمهور رییس وټاکل شو چې د صبغت الله مجددي له دوه میاشتنۍ تمثیلي واکمنۍ څخه وروسته د موقت حکومت مشري وکړي او انتخاباتو ته لاره جوړه کړي،‌ خو د ۴ میاشتو په پوره کېدلو سره هغه قدرت پرېنښود او په ۱۹۹۶ کال طالبانو له کابل نه پسې واخیست او بدخشان ته وتښتېد.‌ نوموړی د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر په ۲۰مه په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ووژل شو.‌

6 thoughts on “د برهان الدین رباني لور فاطمه رباني د فېشن نندارې ته ووتله”
  1. ر ښه !
    کاشکی د حکمتیار صاحب او نورو جهادی مشرانو لورګانی هم دربانی صاحب له لور څخه زده کړی او د ازادی او ازاد ژوند په مفهوم پوه شی ، تر څو زموږ نوری پیغلی او ښخی دوی ازادی او دیموکراسی بیلګه
    وګرځوی او ځان له عربی ویځیتوب نه خلاص کړی

  2. زموږ غيرتي ښځو دهيواد په ودانولو او پر مختګ کي فعاله ونډه درلوده او لري ئې ولي خو ددغو وطن فروشو او دهيواد ددښمنانو په لمسون دوئ ته دکفر خطاب کيده او دهم دغو ليډرانو له خوا ئې به ئې په مکتب کي مسموم او حتې ددغو افراطي او وطن فروشو ليډرانو په دستور به ئې پر مخ تيزابونه وروپاشل.
    ولي اوس هم په آکثرو مسجدو کي دښځو پر ضد تبلغ روان دئ چه ښځه دتعلم اودهيواد دآبادولو کي ونډه ولري ممنوع کوي ئې .
    بې له دښځو دونډي دهيواد په آبادولو کي هيڅ امکان ئې نسته او هيواد به هميشه ددربدرئ په لمبو کي سوځي .

  3. دا خو کومه نوې خبره نه ده ۰هغه متل دئ چې: د غریب ملا په آذان څوک مونځ نکوي۰ دا متل ریښتا دی، که د افغان بې وسه ولس هر څو ووائي چې هر پګړۍ والا، ږیره والا، تسبیح والا او تبلیغچي، طیب او مسلمان کیداې نشي خو څوک ئې نه مني۰
    د جمعیت اسلامي رباني که په ریښتیا یو مجاهد مسلمان وای نو لورانو به ئې د شوروي او بلغاریه بورسونه نه شوای اخستلای۰
    ملا رباني شریعت په بل پلئ کاوه اوخپله د روس کمونست جاسوس، د افغانستان د تیږوغل او د افغانستان د پرمختګ خنډ او د ټولو بدمرغیو علت دغه دروغجن ملا او د چنګي مسعود ډله ده۰ د دوی اولاده د مستۍ ژوند کوي او د افغان ولس ښکلئ بچئ د خوارۍ اوغریبۍ۰

  4. خبره د فاطمې نه چېرته ولاړه ـ موضوع باید د سرخط یا عنوان سره مطابق وي ـ په دې اړه یوه ټوکه رایاده شوه .
    ټوکه .
    وايې د بيالوژي یو نا لایقه شاګرد د امتحان د پاره تياری کړی وو او صرف د مځکښې د چينجي په باره کښې یې معلومات حفظ کړي وو ـ د امتحان په وخت کښې ترې معلم پوښتنه وکړه چې د ښارو په باره کښې یو څه ووایه ـ شاګرد ووئیل چې د ښارو هغه مرغې ده چې خبرې هم کولای شي خو کله چې وږې شي نو د مځکې چينجې خوري او د مځکې چينجې عبارت د هغه نه دی چې ……… مکمل تعریف یې بیان کړ.
    معلم بیا پوښتنه وکړه چې د فيل په باره کښې یو څه ووایه – شاګرد ووئیل چې فیل هغه ځناور دی چې مخکښې یو خرطوم لرې او د خرطوم شکل یې داسې دی لکه د مځکې چينجی او د مځکې چينجس عبارت د هغه نه دی چې ………….. بیا یې مکمل تعریف وکړ.
    معلم بیا وپوښتل چې خې فيل پرېږده او د اوښه تعریف وکړه ـ شاګرد ووئیل چې اوښ عبارت د هغه ځناور نه دې چې کله یې په پوستکې کښې سپګې پیدا کيږې او که چېرې سپګې نه واي نو حتماً یې په پوستکې کښې د مځګې چینجی پیدا کېده او د مځکې چينجی عبارت د هغه نه دی چې ………….. مکمل تعریف یې وکړ . معلم بلاخره په تنګ شو او پوه شو چې شاګرد یې د مځکې د چينجي نه علاوه هيڅ نور څه نه دې زده کړي او د ناکامې پرچه یې ورکړه ـ احسان الله صداقت .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *