د وارسا له ناستې وروسته افغان حکومت د بروکسل ناستې ته خپلې ټولې هیلې ور غوټه کړي دي. هغه ناسته چې د افغانستان لپاره مهمه او برخلیک ټاکونکې ده. په دې ناسته کې به نړیواله ټولنه له افغانستان د راتلونکیو څلورو کلونو لپاره خپلې مرستې اعلانوي.

د بروکسل ناسته به د روان زېږدیز کال د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې، چېرته د چې ناټو مرکز دی، ترسره شي. په دې ناسته کې به د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. له افغانستان څخه به د ولسمشر او اجرائیه رئيس په ګډون یو لوړ پوړی پلاوی په کې برخه واخلي.

افغان حکومت هڅه کوي چې د دې ناستې لپاره یو وړ او مناسب سند چمتو کړي، څو د نړیوالو قناعت ترلاسه او ټاکل شوې مرستې را خپلې کړي.

دمګړۍ د مالیې وزارت « د افغانستان د پراختیا او سولې ملي چارچوب » تر عنوان لاندې د بروکسل ناستې لپاره یو سند چمتو کړی. په دې سند کابو ټولو وزارتونو او دولتي ادارو خپل نظرونه ورکړي او په کابل کې له مېشتو یوشمېر سفارتونو سره هم شریک شوی دی. په دې سند اوس هم سلا او مشورې روانې دي؛ خو تر اوسه یې د ولسمشر او اجرائيه رئيس قناعت نه دی حاصل کړی.

مالیې وزارت وړاندوینه کړې، چې د دې سند په وړاندې کولو سره به نړیواله ټولنه له افغانستان د کال 9.3 میلیارده ډالره مرسته اعلان کړي؛ خو دغو ارقامو د ملي یووالي د حکومت د مشرانو قناعت نه دی خپل کړی.

په دې چوکاټ کې هڅه شوې، چې د پلي کېدو وړ مسایل شریک او مشخصې ژمنې د افغان حکومت له لوري وړاندې شي؛ خو په سند کې لا هم ځینې برخې ګنګې دي، چې اوس یې د روښانه کولو لپاره مالیې وزارت له اړوندو ادارو سره هڅې پيل کړي دي.

د دې سند لرلید دافغانستان لپاره په پنځو برخو کې وړاندې شوی، چې لومړنۍ موخه یې د افغانستان پر ځان بسیاینه ده. همدرانګه د پياوړي اقتصاد لرل او د کاري فرصتونو برابرول، د ښې حکومتولۍ رامنځته کول او اساسي خدماتو وړاندې کول، د خصوصي سکتور پياوړتیا او پر وارداتو د صادراتو د کچې زیاتېدل دي.

د دې موخود ترلاسه کولو لپاره د سولې او ملي انکشاف د اډانې سند له ځانه سره په بېلابېلو برخو کې وضاحت لري، تعهدات یې وړاندې کړي او ټولې هغه عملي لارې چارې په کې په ګوته شوي، چې د دې موخو ترلاسه کول اسانه کوي. البته په دې برخه کې لا هم سلا او بحثونه روان دي، ځکه ولسمشر اشرف غني ټینګار لري دا سند حد اقل باید د اوسنیو مرستو د دوام لامل شي. اوسنۍ مرستې په کلني ډول چې د نړیوالې ټولنې له لوري له افغانستان سره کېږي، 4.1 میلیار ډالر دي. دا مرستې له پوځي هغو جلا دي.

خو د ملي یووالي حکومت هڅې پيل کړي، څو په دې سند کې داسې مسایل را ونغاړي، خلاصه یې کړي او د پلي کېدو اسانه لارې یې پیدا کړي، چې نړیواله ټولنه په اسانۍ قانع شي چې له ټاکل شوي معیار زیاته مرسته وکړي.

په همدې پار په کابل کې د یوشمېر مهمو لوېدیځو هېوادونو له دیپلوماتیکو استازو سره د دې سند په اړه سلا مشورې شوي او هغوی له مخکې نه د دې سند هرکلی کړی دی؛ خو وروستی نسخه به یې د دې میاشتې تر پایه نهايي او نړیوالې ټولنې ته د وروستۍ نظر لپاره وړاندې شي.

د دې ترڅنګ حکومت په ټولو هغو تعهداتو غور پيل کړی، چې په پخوانیو کنفرانسونو کې یې افغانستان ژمنه کړې وه. د لندن په ناسته کې د ملي یووالي حکومت مشرانو له نړیوالې ټولنې سره په ټاکنیز نظام، په عدلي او قضايي سیستم، مالي چارو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو، له اداري فساد سره د مبارزې، د مالیاتي چارو د قوانینو د اصلاح، د خصوصي سکتور پياوړي کولو، د ښځو د پياوړتیا او په حکومتي جوړښتونو کې ورته ځای ورکولو، له بشري حقونو ملاتړ او رعایت کولو، د سیمه ییزو اقتصادي فرصتونو پياوړي کولو او کډوالو ته د پاملرنې ژمنې ورکړې وې.

د همدې ژمنو د عملي کېدو لپاره د لندن له کنفرانس را وروسته حکومت خپلې هڅې ګړندۍ کړې. اوس هم د حکومت دواړه مشران له اړونده ادارو سره کابو هره ورځ د بروکسل ناستې د چمتووالي په اړه ناستې کوي او ټول مسایل له نېږدې څاري.

په مالي برخو کې اصلاحات رامنځته شوي، له فساد سره مبارزه جدي نیول شوې، په عدلي او قضايي چارو کې اصلاحات رامنځته شوي او د ټاکنیزو اصلاحاتو د پلي کېدو لپاره حکومت هم خپلې هڅې کړي، مګر دا چې ملي شورا یې پر وړاندې خنډ وه، ډېر ژر به په دې اړه هم ولسمشر بل تقنیني فرمان ورکړي او دا ستونزه به هم حل شي.

په امنیتي برخه کې امنیتي ځواکونه له وسله والو سره په مېړانه جنګېږي او له خپلې خاورې دفاع کوي. مخالفان هڅه کوي چې د بروکسل تر ناستې پورې یوه ستره امنیتي پېښه رامنځته کړي، چې دغه غونډه یې تر سیوري لاندې راشي یا حد اقل وکولای شي چې د افغانستان له لومړیتوبونو څخه د خلکو پام دې پېښې ته واړوي. وسله والو د دې کار لپاره د هلمند، کندوز او ننګرهار ولایتونه انتخاب کړي وو او کوښښ یې کاوه، چې له دغو دریو نه یوه ته سقوط ورکړي. له شک پرته چې دې ناستې وروسته به وسله وال په اوسني زور کې نه وي. حکومت د دښمن دسیسو ته کاملاً بیداره او ويښ دی.

هیله من یو چې افغان پلاوی په بروکسل کې وکولای شي چې د نړیوالو قناعت ترلاسه او له ټاکل شوې موخې ډېرې مرستې له افغانستان سره اعلان شي.

خو دا ځل د ملي یووالي حکومت یوازې د مرستو په اعلان بسنه نه کوي، بلکې له اعلان سره سم یې داسې مېکانیزم هم جوړ کړی، چې هر څه ژر دا مرستې له افغانستان سره وشي او د تطبیق چارې یې پيل شي. بله ښېګڼه به دا وي، چې ټولې مرستې به د بودیجې له لارې لګول کېږي. چې دا په حقیقت کې د افغانستان د سوکالۍ لپاره ښه زېری دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *