Brussels sprouts
دکرم یو ډول ده، د ډول علمي نوم یې براسیکا اولېراسیا (Brassica oleracea) ده، په براسیکا سیای کورنۍ (family Brassicaceae) کې ډلبندي شوی. په اروپا او شمالي امریکا کې ډېر زېات کرل کیږي. د دې کرم غوټۍ (buds) چې د (sprouts) نوم ورته اخلي د خوړو وړ دي. په بلجیم کې تقریبا ۱۲ پېړۍ وړاندې کرل کېدل خو رسمي یادون یې له ۱۵۸۷ کال څخه موجود ده. ممولا پخیږي او بیا خوړل کیږي. د خوړو وړ فایبر (dietary fibre)، فولیک اسید (folic acid)، مګنیز (manganese)، ویټامین اې، سي او کې لري.
د تخم بهیر کې او کله چې بوټی ځوان وي د کرم عام ډول ته ورته وي خو له غټېدو وروسته یې ساقه له ۶۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې وده کوي، د ساقې شاوخوا وړې غوټۍ پیدا کیږي چې په واړه کرم بدلیږي. شین رنګ لري خو سور رنګ کې هم شته دي. بوټی یې ملایمې سړې هوا ته اړتیا لري.