۱۷ قوس ۱۳۹۵:
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د قوس میاشتې په ۱۷ مه په انټرکانټنینټل کې د بروکسل کنفرانس د تطبیقي پلان عملي کیدو په اړه د دولتي ادارو سره مشورتي ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې چې د دولتي ادارو معین صاحبانو او استازو ګډون کړی وو، د د بروکسل کنفرانس د لاسته راوړنو، د افغانستان پراختیا ملي چوکاټ او د دوه اړخیزه حساب ورکولو له لارې د حکومتي ژمنو د عملي کیدو په اړه معلومات ورکړل شو.
مالیې وزیر د افغانستان د پراختیا ملي چوکاټ تشریح کړ او ویې ویل:”موږ له خپلو خلکو او نړیوالو سره ځینې ژمنې کړې دي او حکومت یې پر عملي کولو مکلف دی. ده زیاته کړه چې د مالیې وزارت به د پراختیایي شوراګانو په چوکاټ کې د یوې همغږې ادارې په توګه له ټولو ادارو سره لازمه همکاري وکړي ترڅو خپلې موخې ته چې د پلان تطبیق او د ژمنو عملي کول دي، ورسیږو. ” نوموړي اړونده ادارو څخه هیله وکړه چې د بروکسل پلان په پلې کیدو کې پوره مرسته وکړي او هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړي.
د ناستې برخه والو ته د مالیې وزارت چارواکو له خوا د پراختیا ملي چوکاټ د عملي کیدو، د پراختیایي شوراګانو پیژندنې، د دوه اړخیزه حساب ورکولو پر اساس د ژمنو عملي کیدو او نورو اړونده مسایلو په اړه معلومات ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزیر د مختلفو ادارو له چارواکو او اړونده ادارو سره ناستې کوي ترڅو د افغانستان پراختیا ملي چوکاټ په سمه توګه عملي شي او له نړیوالو سره شوې ژمنې په خپل وخت ترسره شي.