د برياليو خلکو یوه ځانګړنه دا ده، چې لوړ فکرونه کوي. لوړ فکرونه د دې لامل کېږي چې موخو ته د رسېدو لاره اسانه شي. که غواړی ځان ته يوه داسې جادويي امسا جوړه کړی چې ستاسو يوه غوښتنه پوره کړي، نو څه ډول امسا به مو جوړه کړې وه؟ کله مو له ځانه پوښتلي چې خپل ناسم وضعيت څرنګه په سم هغه بدلولی شی؟ که په يوه ستونزه کې ګير ياست، د هواري لپاره يې لومړی ګام چې بايد پورته کړی کوم دی؟
همدا نن لومړی ګام په نښه او عملي کړئ. کله چې لومړی ګام په ډاډه زړه اخلی، نو راتلونکي ګامونه به مو هم استوار وي. دا سمه ده، چې هېڅوک د خپل راتلونکي دقيق اټکل نه شي کولی، خو يو ګام وړاندې ځای هرومرو ليدلی شي. که تاسو خپله شا و خوا په سم ډول ووینی، هغه ده چې خپله راتلونکې هم جوړولای او ترسیمولی شی. ايډيالونه او ايډيال لرل ډېر کله د دې لامل کېږي، چې د راتلونکې پر لور په پوره دقت سره قدم کېږدی او دا تر ډېره د هغه کسانو ځانګړنه ده، چې مثبت فکر کوي.

One thought on “د برياليو خلکو يوه ځانګړنه/ ژباړه: حمیدالله حمیدي”
  1. سلام داکتر صاحب سباوون زه یو مشکل لرم ډیر څوان یم واده هم لرم په کابل کی اوسیږم یو مشکل لرم لطفآ لاره دحل راته وښایاست او یا هم یو داکتر دلته په کابل کی څکه ما خو کابل کی د دی مشکل داکتران پیدا نکړل چه هغه مشکل زما جنسی مشکل دی البته د کوروالی په وخت کی زما الت (غین) لګ شخ وی خو کله چه زه دخپل معاشقه کی مصروف شم زما الت (غین) نرم والی پیداکړی او حتی بیخی نرم شی او ماته د خجالتی سبب شی او کوروالی رانه پاتی شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *