بریالیتوب یوازي پدې کې نه خلاصه کېږي یو کار مو په سمه توګه پای ته ورسو نو مونږ بریالي شو، بلکې بریالیتوب د ژوند روزمره عادات، تصمیمونه، پریکړي، رشد پرمختګونه او نور دې چې باید دوامداره تعقیب کړی شي. د حیرانتیا وړ نه ده، چې د ټولو بریالیو کسانو مشخصات یو شان وي. ټول هغه وسایل په کور کې لري، چې د پرمختګ، د کورني ژوند د خوشحالۍ لامل کېږي خو د چا ورته پام دی او د چا نه، مونږ ځینې له هغوي نه دلته ذکر کوو:

د ورزش وسایل:

د ورزش لپاره وسایل هغه څه دې، چې بریالي کسان یې په کورونو کې لري. مونږ دا توسیه نه کوو، چې تاسې دې په لوړ قیمت د ورزش لپاره وسایل واخلي، بلکې هغه چې تاسې په ورځني ژوند کې شته له هغې نه د ورزش لپاره کار واخلئ لکه: د ماشومانو سره لوبي، ځغاسته، ولیبال، فوټبال، کرکټ او نور دیته ورته ځکه پر دې باندې ډیر لګښتونه نه راځي. کیدای شي ستاسې له کور نه لري تفریح ځای وي مګر کله به ورته تګ له لاسه نه کېږي ولي دا بهانه نهشي کیدای چې تاسې دې ورزش ونه کړئ.

هیله بخښوونکې کتابونه:

آن تر ټولو بریالي اشخاص هم کله کله انګېزي او فکر ته اړتیا لري نو په دغه برخه کېکتاب تر ټولو غوره لاره ده. هغه کتابونه چې د بریالي کسانو لارې چاري، د ماتې عوامل، د کار تګلارې پکې ذکر شوي وي، چې تاسې ته فکر در کوي او خپلو اهدافو لور ته مو جذبوي.

د کارلپاره ارامه چاپیریال:

بریالي کسان له دفتر ور ها خوا کور کې هم اړ وي کار وکړي، مګر د هغوي په کور کې د کار لپاره داسې ارامه چاپیریال وي، چې نور ورسره کار او غرض نه لري. دوی کولی شي په ښه شکل سره خپل ټول فکر په کار واچوي.

دا تګلاره ډیري ګټې لري، چې مهمې هغه یې د کار چټکوالې دی،پر ځای د دې چې څلور ساعته پرله پسې تلویزیون وګوري له یو یو نه د دوه ساعتو پوري کولی شئ خپل د کار خونه کې تر لاس لاندې کار خلاص کړئ.

د یادښت کتابچه:

د انسانانو په ذهنونو کې دري ډوله اهداف وي، اوږد مهاله لکه د کلني پلانونه، لنډمهاله پلاونه لکه د څو اونیو او دریم ورځني پلانونه چې په اسانۍ سره د عملي کیدو وړ دي. بریالي کسان کولي شي دا دريواړه اهداف په ښه توګه مدیریت کړي او ځان ور ورسوي او د دې لپاره یادښت اخیستل غوره لاره ده. دا یادښت کتابچه ښایې کوچنۍ وي خو یوازي دا چې ستاسې ذهن ته راغلي مسایل پکې ولیکلی او یادښت کړی شئ.

میز او د کار ځای مناسب والی:

مونږ د ډیري لیکنې او مقالې د ښې ناستې په تړاو لولو مګر په عمل کې یې ښایو. کلکه چې په ساعتونو خپل د کار د میز تر شا کینې او په کار کې مو ټول تمرکز وي، بیا د سمې یا مناسبې ناسې چل درنه له یاده وځي، مګر پر دې باید پو شو چې سلیم قل په سالم او جوړ بدن کې وي او سلیم فکر کولی شي نوښتونه رامنځته کړي نو د همدې لپاره خپل کاري  په اړه مو لور او فکر اوکل خورا اړین دي.

انځوریز نندارتون:

په دغه نندارتږن کې تاسې کولي شئ، چې خپل د بریالیتونو پړاوونه يه رسامې او درج کړئ. دا تاسې سره مرسته کوي نو تر څو پخپل کار ډیر فکر وکړي.

یخچال له غذایې موادو ډک:

خونده وره او سالمه غذا د ژوند له اړینو اړتیا وي، چې بریالي کسان دا په ښه شګل سره درک کولی شي. د ښو غذایې خوراکې تو اغیز پر ښه ذهن او فکر لرلو باندې مستقیمه اړیکه لري، تر څو د فکري تمرکز یوازي په موخو او اهدافو باندې وي.

د خوړو میز له تلویزیون نه لري ساتې:

بریالي کسان توانېدلي تر څو د عادې ژوند او کار ترمنځ توازن وساتې. هغوي د خوړو میز له تلویزیون نه لري په ارامه ځای کې جوړوي تر څو په پوره تمرکز سره خواړه وخوري او د کورنۍ له غړو سره ورځي په اوږدو کې د رامنځته شويو مسایلو په اړه خبري هم وکړي. دا ګټه رسوي د کورنۍ د غړو ترمنځ د صمیمیت فضاء حاکمه کړي.

ځیني کسان عادت لري، چې کمپیوټر او یا هم موبایل کې فلمونه یا نور څه ووینې په دوامداره توګه له ۴۵ نه تر ۶۰ دقیقو پوري یې سترګې د کمپوټر او یا هم د م. بلیل په ښیښه ور ښښې کړي وي، چې دا د ارام لپاره ښه لاره نه ده. د دې پرځای د شوخیو په هڅه کې شئ تر څو د ذهن پر ځای لاس او پښې په کار واچول شي لکه، رسامی، ساز غږول او نور هغه چې د د کمپوټر، مانیټور او موبایل سره اړیکه ونه لري ترسره کړئ، ځکه پدې سره مو فکر ارامېږي.

د نړۍ زیات بریالي کسان پورته ذکر شوي وسایل او امکانات لري. مهمه دا ده، چې د کاري پرمختګونو ترڅنګ،  مینه او ارامي په کورنۍ کې تجروبه کړئ. د دغو دوو مواردو ترمنځ مو که توازن وساتلی شو نو تاسې بریالي کسان کیدلی شئ.

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *