( د بريالي شخصيت مشاور) د انګريز ليکوال، ټولنپوه، ارواپوه او بشرپوه، ( هلن شاختر) ليکل شوى کتاب دى چې په دې وروستيو کې پښتو ژبې ته وژباړل شو او له چاپه راووتو.
ياد شوى کتاب چې د ( سپين روان نورزي) په قلم ژباړل شوى، کابو يوسلو څلور پاڼې لري.
کتاب د ( هلن شاختر) د پيل په خبرو پيل شوى، ور پسې ( د بريالي شخصيت مشاور) تر سرليک لاندې د ژباړن يادښت راغلى دى.
کتاب څلوېښت سرليکه لري چې دا سرليکونه په څوارلسو څپرکو او يو سلو څلورو پاڼو کې راټول شوي دي.
کتاب له داسې مسايلو بحث کوي چې د هر انسان په ورځني ژوند کې شته او که ورته متوجه نه شي کېداى شي راتلونکى يې له ستونزو او کړاونو سره مخامخ شي.
د کتاب ليکوال هم په خپلو د پيل خبرو کې دې موضوع ته اشاره کوي او وايي:” په ژوند کې چې له هر څه سره مخامخ شوى، ستاسو په ژوند اغېز لري ولې دا اغېز کله ډېر تت او پڅ وي، خو کله کله بيا دومره تېز او ژور وي چې ناڅاپه وروسته له کومې واقعې ځان درته يو بل او نوى سړى ښکاري.
له هر چا سره چې تاسو وينئ هغه که نوى او يا پخوانى اشنا سړى وي، ليدنه يې بې اغېزې نه وي، خامخا ستاسو په کړنو، احساساتو او افکارو کې تغير راځي.”
همدا ډول ژباړن هم په خپل يادښت کې يادونه کړې:” کله چې يو څوک دا کتاب مطالعه کړي، فکر نه کوم ډېرو نادودو او يا په اصطلاح نارواو ته خپل غبرګون ښکاره کړي، بلکې هرې ستونزې ته به په منطقي حل پسې ګرځي، ځکه ده ته به دا معلومه وي چې ولې دې کس په دې ځاى کې دا ډول خوى وکړ.”
کتاب چې د مومند خپرندويه ټولنې له خوا چاپ شوى تقريباً د هېواد په ډېرى کتاب پلورنځيو کې موندل کېداى شي.
ملي احساس