په برچي دښته کې نوم ليکنې ته په ولاړو وطنوالو بريد، نهايت خواشينی کړم. نن به پوه شوي ياست چې رايه څومره مهمه ده. که رايه ورکول مهم نه و. که د رايو په ورکړې د دې وطن راتلونکی نه جوړېده، زمونږ دښمن به کله هم دغه ځای هدف نه و ګرځولی.
دوی زمونږ بنسټونه په نښه کوي. د وطن سازۍ، د ملت سازۍ او اينده سازۍ بنسټونه. ځکه که دلته رايې اهميت پيدا کړ. په رايه خلک واکمن شو. بيا خو نېک او صالح انسانان واکمنۍ ته راځي او د وطندوستو خلکو په شتون کې جنايتونه او جرمونه دوام نشي کولی. زمونږ دښمن غواړي دغه پروسه ټکنۍ کړي. خلک و ډار کړي. خو مونږ نه ډارېږو، پر مخ ځو. جمهوريت د هر څه بهترين انتقام دی. ديموکراسي په دې ارزي چې لپاره يې قرباني ورکړو او د چپ و راست استبدادونو مخه ونيسو.
مونږ به غچ اخلو. داسې چې د رايو ورکوونکو کتارونه به لا اوږدوو. داسې چې ديموکراسي به نهادينه کوو. داسې چې د دې وطن هر انسان د فکر او خبرې ازادي ولري. د ارام او انساني ژوند لپاره خپلو نسلونو ته ارام وطن ور وبښو. د ديموکراسۍ شهيدانو! اروا مو ښاده. د دې وطن راتلونکي نسلونه به ستاسې په وينو رنګ تذکرې او د رايې کارتونه نه هېروي. تاسې د ظلم، خيانت، استبداد او زور واکۍ په خلاف کتار کې ولاړ وئ. مرګ په دومره نامرده دښمن، چې د ښځو په کتار کې ځان وژني او جنت ګټي. (صفــي الله بــهار )