کلونه په دې جنجال وشو چې برښنايي تذکرې دې وویشل شي او برښنايي تذکرې دې نه ویشل کیږي، په ښکاره د جنجال موضوع په تذکرو کې د افغانیت او قومونو لیکل او نه لیکل و، خو تر شا یې مافیايي کړیو او بهرنیو استخباراتو بله لوبه روانه کړې وه.

پر افغانیت جنجال

افغانستان کې هیڅوک له افغانیت منکر نه دي او د اساسي قانون په اساس، هر هغه څوک چې په افغانستان کې اوسیږي او د افغانستان تابعیت لري، د افغان کلمه پرې اطلاق کیږي، نو په همدې اساس، ټول افغانان اساسي قانون ته درناوی لري او هیڅ یو یې له افغان منکر نه دی، خو د دې لپاره چې ځینې سیاسیون او چارواکي امتیاز ترلاسه کړي او قومي سوداګري وکړي، نو په تذکرو کې کله یوه پلمه او کله بله پلمه پیدا کوي چې خپل قوم ته بل ډول ذهنیت ورکوي او د امتیاز اخیستو لپاره د کورني بحران د جوړیدو هڅه کوي.

کلونه همدا ډول قومي سوداګري وشوه، ځینې قومونه په لوی لاس د حکومتونو پروړاندې وپاریدل چې ګنې هویت ترې اخیستل کیږي، قومونو ته قومي سوداګرو اصلي موضوع نه ده روښانه کړې او یو ډول ذهنیت یې ورکړی چې د پردې ترشا بله کیسه روانه ده، خو په اصل کې هیڅ کیسه نشته او ځینې کسان په دې ډول سره ځانونه مطرح کوي او ځان خپل قوم ته خواخوږی ښکاره کوي.

څوک د تذکرې مخالفت کوي؟

لکه وړاندې مې چې یادوونه وکړه چې ځینې کسان امتیاز اخلي او ځینې نور قومي تجارت کوي، بل عمده لامل دا دی چې ځینې ډلې او اشخاص په افغانستان کې دننه او بیرون له مافیا سره قوي اړیکې لري او له همدې درکه میلیونونه پيسې او امکانات لاس ته راوړي، مافیا ځینې ډلو او اشخاصو ته لارښوونه کوي چې د برښنایي تذکرو د ویش مخه ونیسي.

۱ هغه کسان چې مکرر جرمونه کوي د برښنايي تذکرو مخالفت کوي، ځکه دا تذکره کولای شي د مکررو جرمونو مخه ونیسي او مجرمین تر ټولو سخته سزا باندې ورسوي.

۲ هغه کسان د برښنایي تذکرو مخالفت کوي چې بهرنیو ترهګرو ته په افغانستان کې جعلي تذکرې جوړوي او له همدې لارې لوی او واړه بریدونه ترسره کوي، د افغانانو ژوند اخلي ۳ او که برښنايي تذکرې وویشل شي، بیا د بهرنیو ترهګرو مخه نیول کیږي او ځینې ډلې او اشخاص له دې درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي.

۴ هغه کسان چې هویت یې تراوسه نه دی تثبیت د برښنايي تذکرو مخه نیسي، ځکه برښنایي تذکرې کولای شي، د دوی اصلي هویت او تېر ژوند په ډاګه کړي، نو دوی نه غواړي چې جعلي افغاني هویت یې په ډاګه شي او په همدې جعلي تذکرو باندې جعلي کارونه وکړي.

۵ هغه کسان چې د نشه يي توکو قاچاقبران او انسان تښتوونکي دي، د برښنايي تذکرو پروړاندې خنډ جوړوي، ځکه که برښنايي تذکرې رایج شي او د کاغذي تذکرو مخه ونیول شي، بیا انسان تښتوونکو لپاره په افغانستان کې ځای کم پيدا کیږي.

۶ برښنايي تذکرو مخالفت هغه څوک کوي چې ناامنیو کې یې ګټې خوندي دي، د برښنايي تذکرو له ویش سره سم امنیت ښه کیدای شي او هغه ډلې او اشخاص چې د ناامنیو له درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي، د تذکرو د ویش مخالفت کوي.

۷ د تذکرو د ویش مخالفت هغه څوک کوي چې همدا اوس د افغانستان د نفوسو د نارسمي شمېرو څخه ګټه اخلي او په افغانستان کې میشت قومونه او ولایتونه په عادلانه ډول بیارغونې او پرمختګ ته لاس رسی نه لري.

۸ د تذکرو له ویش سره هغه څوک مخالفت کوي، چې غواړي په ټاکنو کې پراخې درغلۍ وکړي او افغانان هیڅکله د رڼو ټاکنو څخه برخمن نه شي.

۹ د تذکرو د ویش هغه څوک مخالف دي چې د سیمې او بهرنیو استخباراتو ته کار کوي، ځکه که برښنايي تذکرې وویشل شي د بهرنیو او د سیمې د استخباراتو لاسونه لنډیږي.

۱۰ ځینې نور موارد هم لري چې د تذکرو مخالفت یې راپورته کړی دی، د تذکرې ویش کې د افغانستان پرمختګ حتمي دی او ستونزې له منځه ځي، خو هغوی چې پرمختګ نه غواړي او په بحرانونو او ستونزو کې زیات عواید ترلاسه کوي، هر کله به د برښنايي تذکرو د ویش مخالف وي، خو ولسونه به اجازه ور نه کړي.

د برښنايي تذکرې ګټې

لکه پورته مې چې یادوونه وکړه چې د تذکرو په ویش کې څوک مخالفت کوي، که همدا ستونزې حل شي، دا د افغانستان د پرمختګ لپاره لویه دروازه پرانیزې او د افغانانو ارمانونه پوره کوي چې له کلونو یې لري.

د تذکرې په ویش سره به د افغانانو هویت ثابت شي، د تذکرې په ویش سره به د افغانانو له منځه پردي جعلی الهویته پاک شي، د تذکرو په ویش سره امنیت راځي، د تذکرو په ویش سره جرمونه کمیږي، د تذکرو په ویش سره به بهرني ترهګر افغانستان کې ازادانه فعالیت نه شي کولای، د تذکرو په ویش سره به د لویو بریدونو مخه ونیول شي، د تذکرو په ویش سره به د نشه يي توکو او انسانانو د قاچاق مخه ونیول شوي، د تذکرو په ویش سره به خلکو متوازنې پراختیا ته لار ومومي، د تذکرو په ویش سره به د نفوسو شمېر مالوم شي، د تذکرو په ویش سره به په ولسوالیو، ولایتي شورا او ملي شورا کې د خلکو استازي مالوم شي، د تذکرو په ویش سره به رڼې ټاکنې ولرو او د تذکرو په ویش سره به ټولنیز عدالت رامنځ ته شي.

نو د برښنايي تذکرو ویش هیڅکله د افغانانو د پاشلو لپاره نه بلکې د افغانانو د یووالي لپاره دی چې ټول افغانان تر یو میلیت لاندې سره راټول شي او د یو باثباته افغانستان لپاره کار وکړي

د تذکرو ویش بحرانونه نه رامنځ ته کوي، بلکې د بحرانونو د له منځه وړلو لپاره زیاته ونډه ادا کولای شي.

هغوی چې د تذکرې ویش د افغانانو د تفرقې او بحران رامنځ ته کولو باندې تعبیر کوي، خپله تفرقې ته لمن وهي او بحرانونو کې یې ګټې خوندي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *