ليکوال محمداکبر حقمل
هره ستونزه حل لاره لري او هرې موخې ته رسېدل یو ځانګړی پروګرام یا فورمول لري، چې ترې د ګټې په اخیستلو سره کولای شو خپلې موخې او بریا ته په ډېر آسانه ډول ځان ورسوو. اوس بریا ته د رسېدو لپاره یو غوره فورمول اړین دی، چې هغه په لاندې ډول دی. فکر کول + غوره او مثبته نظریه درلودل + هڅه کول + کار کول، بیا کار کول یا تل کار کول + ځان نه ناهیلي کول + ماتې نه منل + له کچې زیات زیار ایستل = بریا. لومړی مو د بریا په اړه فکر کول اړین او ارزښتمن دي ځکه د بریا په اړه فکر کول مو بریا ته رسوي که چېرې تل د بریا په اړه له ځان سره فکر ولرو، نو څرګنده خبره ده، چې یواځې بریا ته د رسېدو په اړه ډېر فکر کوو او په دې خو ټول پوهېږو، چې د هر څه په اړه ډېر فکر وکړو همغه څه مومو. دوهم مو د بریا لپاره غوره او مثبت نظره درلودل اړین دي ځکه مثبت فکر او نظر درلودل کولای شي موږ لا وهڅوي او موږ ته تل مثبته انګېرنه راکړي، چې مثبته انګېرنه او هڅونه زموږ د ريښتينې بریا لامل ګرځېدلای شي او هغه منفي فکرونه او نظرونه کوم، چې زموږ د ناکامۍ لامل ګرځي ټول له منځه وړي. درېیم د بریا لپاره مو هڅه کول اړین دي ځکه پرته له هڅه کولو څخه مو بریا ته رسېدل ناشوني دي. د بریا راز هڅه کول دي که چېرې موږ د یو څیز غوښتونکي یو اما هڅه یې نه کوو، نو څه ډول به یې و مومو؟ خو نه یې شو ترلاسه کولای او که چېرې د یوه داسې څه غوښتونکي یو، چې د لاسته راوړلو لپاره یې زیاتې هڅې کوو نو څرګنده خبره ده، چې بریا زموږ ده او کولای شو خپله غوښتنه لاسته راوړو. څلورم تل کار کول مو د بریا لپاره اړین دي ځکه هر وخت او تل کار کول مو د بریا لامل ګرځي او په کار کې ځند او دمه کولای شي د ناکامۍ لامل مو وګرځي. هغه کسان، چې غواړي خپلې موخې او ريښتينې بریا ته ځان ورسوي هېڅکله خپل کار نه پرېږدي یواځې او یواځې د خپلې بریا لپاره تل کار او هڅې کوي ترڅو ځان بریا ته ورسوي. پنځم ځان نه ناهیلي کول د بریا یو لوی شرط دی که چېرې یو کس خپلې بریا ته د رسېدو په کړاوونو کې ناهیلی شي نو څرګنده خبره ده، چې بریا رسېدل به یې ناشوني وي او که چېرې بریا ته د رسېدو په لار کې هر کړاو وزغمي، ځان نیمګړی ونه انګېري او ناهیلی نه شي نو واقعا، چې ريښتينې بریا به یې خپله شي. شپږم ماتې نه منل مو بریا ته رسوي ځکه ځان ټیټ او نیمګړی نه ګڼل د بریا راز دی. که چېرې ځان کم وګڼو او ماتې مننونکي وو، نو بریا مو ناشونې ده ځکه بریا ته د ځان رسولو په لاره کې ډول ډول ستونزې او کړاوونه مخ ته راځي او هغه کسان کوم، چې ژر ماتې مني نه شي کولای خپلې ټاکلې موخې او بریا ته ځان ورسوي او هغه کسان به بریالي وي، چې ماتې نه مني. اووم له کچې زیات زیار ایستل مو د بریا لامل ګرځي. که چېرې هڅه ونه کړو او زیار ونه باسو نو بریا ته رسېدل به مو ناشوني وي او که چېرې هره ستونزه حل کوو او بریا ته د رسېدو لپاره ريښتینی زیار وباسو نو په ريښتيني ډول خپلې بریا ته ځان په ډېر آسانه ډول رسولای شو. دا ټول کارونه مو د بریا لپاره اړین دي او ترې په ګټې اخیستنې سره کولای شو بریالي شو. ستاسو ورور محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal