ژباړه محمداکبر حقمل

هر څوک غواړي تر څو تل د بریالیتوب احساس وکړي دې حالت ته رسېدل یوې بریا ته اړتیا لري هغه بریا ته کومې ته، چې رسېدل کوم اسان کار نه دی اما ناشونی هم نه دی. لومړی باید هڅه وکړئ موخه مو وټاکئ وروسته له هغې مو موخې ته د رسېدو لپاره کار وکړئ ترڅو بریالي شئ او د بریاليتوب او ريښتينې خوښۍ احساس مو د تل لپاره په ځان کې را ژوندی شي. د بریا احساس کولای شي تاسو ته سل سلنه بریا در په برخه کړي. د بریا احساس مو هغه څه ته رسوي کوم، چې تاسو غواړئ. د بریا احساس هغه دنده در په برخه کوي کومه، چې لټوئ. کله، چې یو کار د بریاليتوب له احساس سره ګډ پیلوئ نو پایله یې سل سلنه مثبته او بریالۍ ده. هر کله، چې څو ځله یو کار یا څو ډول کارونه د بریا له احساس سره یو ځای پیل کړئ، نو تاسو به د بریا له احساس سره عادت شئ، ځان به درته بریاليتوب ته رسېدونکی ښکاري او کارونه به مو غوره او په ښه بڼه د ريښتینې بریا پر لور روان وي. که چېرې ستاسو په ټولو کارونو کې د بریاليتوب احساس شتون ولري، نو ددې احساس رېښې به دومره زور واخلي، چې بیا به په هرڅه او هر کار کې بریا لټوونکي درنه جوړ کړي او تاسو به د بریا په چړچو او خوندونو کې ولمبوي. ناشونی تصوور یا ناممکن فکر به مو پای ته ورسېږي او د هرڅه په اړه به مثبت او ممکن فکر کوئ، چې پایلې به یې ستاسو خپل رضایت، خوښۍ او بریا ته رسېدل وي. په ارواپوهنه کې هم ددې حالت انځور ريښتينی دی. «د کار د پایلې نشتوالی» د سترس یا ذهني فشار او اضطراب اصلي رېښه ده. په حقیقت کې د ډېرو ناراحتیو یا ناسوکالیو ډېری هغه برخې کومې، چې انسان له هغو سره لاس او ګرېوان دی هغه خپل ځان ته د کار پای ته رسولو عادت نه ورکولو پورې اړوندېږي. که چېرې یو څوک د یو کار کولو وړتیا ونه لري نو په ترسره کولو او یا په پای کې به یې د سترو ناراحتیو سره مخ شي. بریالي کسان هغه دي، چې د هر کار لپاره خپله وړتیا پیاوړې کړي او خپل ټول نیمګړي کارونه سر ته ورسوي ځکه، چې کار چې په هر ډول وي باید پای ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *