ژباړه محمداکبر حقمل
تر ټولو د مخه مو د خپلو وړتیاوو لړلیک چمتو کړئ. د خپل کار او کسب کلیدي برخې مو وپېژنئ. په دقیق ډول دا هغه برخې دي، چې باید تر ټولو زیات پام ورته وکړئ او هېڅ وخت یې له خپلې پاملرنې ونه غورځوئ. په ټولو کارونو او کسبونو کې لږ تر لږه له پنځو څخه نیولې تر اوو کلیدي یا ارزښتناکې برخې موندل کېږي. دا ټولې حیاتي یا په ژوند پورې تړلې برخې دي. تاسو باید لدې څخه هره یوه برخه تر ټولو نه په غوره او شونې نحوې سره سرته ورسوئ تر څو په ټوله کې تاسو کاري بریا ځان ورسوی. د کوم درآمد یا لاسته راوړنې وړتیا او لیاقت، چې تاسو لری هغو ته د رسېدو په موخه باید تاسو له دې هرې یوې دندې او کلیدي برخې څخه بشپړه ګټه واخلئ. یوه اړینه موندنه: ستاسو تر ټولو کمزوری مهارت لږ تر لږه ستاسو له نورو مهارتونو څخه د ګټې اخیستې وړتیاوې او همدا راز ستاسو لاسته راوړنې ټاکي. که چېرې تاسو په ټولو کلیدي او ارزښتمنو مهارتونو کې تر ټولو غوره او بریالي وی اما یو ځانګړی مهارت ونه لری دا مهارت درته دومره ستونزې او کړاوونه را ولاړوي، چې ستاسو د هرې لاسته راوړنې او بریا خنډ وګرځي او تاسو تل شاته پرېږدي. هر هغه کس، چې غواړي د ژوند په هېڅ کومه برخه کې کمزوری او نابریالی پاتې نه شي هغه باید خپل ټول اړین مهارتونه بشپړ کړي، خپلې ټولې تشې په پام کې ونیسي او د بشپړولو په موخه یې له خپلو هڅو او پیاوړتیاوو څخه پوره ګټه واخلي تر څو هېڅ کومه ستونزه ونلري او په هره برخه کې مهارت او وړتیا ترلاسه کړي. د بریالیو کسانو د بریالیتوب یو بل راز په دې کې دی، چې دوی هر وخت خپلې هغه کمزورۍ، چې د ژوند په اوږدو کې یې ورته څرګندې شوې له خپل ځان سره یې نوټ کوي او د اړتیا سره سم ورته کار کوي هر کله، چې خپلې کمزورۍ له منځه یوسي نو په پایله کې یې ځان نور هم ورته پیاوړی ښکاري، پر نفس یې باور لا پیاوړی کېږي او ځان په آسانه ډول خپلو موخو او بریاوو ته رسوي.