A golden key that leads to success. 3D rendering with raytraced textures and HDRI lighting.

ژباړه محمداکبر حقمل

دوې هغه کليدي لارې، چې تاسو باید ګټه ترې واخلئ ترڅو د خپلې خوښې ژوند، موخو او بریاليتوبونو ته ځان ورسوئ. لومړی د احساس ژمنه وکړئ دوهم خپل کار مو بشپړ او پرته له کومې تشې سرته ورسوئ. لومړی: موخو او بریاوو ته د رسېدو لپاره باید ټولې شته بهانې له منځه یوسئ او باید د احساس ژمنه وکړئ. ددې کار په ترسره کولو سره به تاسو په ډېره چټکتیا سره په هغو لنډو او مثبتو لارو ګوټلي ګامونه واخلئ او مخ پر وړاندې به روان شئ کوم، چې تاسو په ډېر چټک سرعت خپلې موخې او بریا ته رسوي. خپل ځیرک ذهن به مو له بل هر وخت څخه ښه کار وکړي، چلند به مو ډېر نرم او صميمي شي، ذهن به مو تل په خپل واک کې وي نامتمرکز او ګډوډ به نه وي. خلاقیت او ابتکار به مو تر ټولو غوره وي. د یادو ځانګړنو په شتون کې تاسو کولای شئ خپلو موخو ته په ډېر آسانه ډول ورسېږئ او خپلې هرې احساسي ژمنې ته مو د عمل جامه ور واغوندئ. ټول بریالیو کسانو د پورتنیو کارونو په ترسره کولو او د یادو ځانګړنو په درلودلو سره د خپل ځان لپاره ټول اړین بدلونونه راوستلي دي هغه څه ته یې ځانونه رسولي کوم، چې یې له خپلې خوښې سره سم دي. دوهم: د پنځه نوي سلنه او سل سلنه کار پای ته رسولو تر منځ ډېر زیات توپیر شتون لري. څېړنو ښودلې ده، چې ډېری کسان خپل کارونه تر نوي یا پنځه نوي سلنې پورې په ډېرو هڅو پای ته رسوي او بیا له هغې وروسته ورته ټنبل یا لټ شي او بشپړ یې پای ته په خپل زړه او بریالی ونه شي رسولای او یا ځنډ ورپکې راولي. دا یو داسې ډول وسوسه ده، چې تاسو باید له هغو سره مبارزه وکړئ. تل باید خپل ځان اړ کړئ تر څو داسې حالت څخه ځان لرې وساتئ او یا ځان ترې وژغورئ ځکه هر کله، چې تاسو لټ شئ نو خپله لټي به مو ورځ پر ورځ زور اخلي تر هغې، چې تاسو لاندې کړي او له ټولو شته نېکمرغیو څخه مو خلاص کړي. بریالي کسان لومړی د یو کار کولو احساس په ځان کې پیدا کوي د احساس پیدا کولو وروسته له ځان سره داسې ژمنه کوي، چې خپلې موخې ته حتمي ځان رسوي. ټولې بهانې او ټنبلۍ یې له منځه وړي تر څو موخو ته یې په آسانه او ساده ډول ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *