ژباړه: عبید الله سهاک
لومړی برخه:
همدا اوس یې پیل کړئ
برایا ټریسي وايي: (( د بریالیو او ناکامو اشخاصو تر منځ اصلي توپیر دا ده چې بریالي اشخاص اقدام کوي، هغوي خپل کار پیلوي او څه شی چې غواړي تر سره کوي یې. همدارنګه نا کام اشخاص د بریاليو اشخاصو په څېر طرحې او مالومات لري؛ خو تل د کارونو د پیل لپاره بهانې لري.)).
په احتمالي ډول پورتنۍ جمله د برایان ټرېسي له ټولو توصیو څخه یوه ستره توصیه ده چې تر اوسه آورېدل شوې. ډېری وګړي په دې فکر چې ((یوه ورځ )) به یې پیل کړي؛ خپل کارونه په ځنډ کې اچوي؛ خو واقعیت دا ده چې ((یوه ورځ)) تر ټولو ستر درواغ دي چې دوی یې خپلو ځانو ته وایي.
په پایله کې خپل لومړيتوبونه مشخص کړئ، په دې ځان پوه کړئ چې په دې میاشت او په دې کال کې کې څه شي په لاس را وړل غواړئ؛ وروسته ټوله هڅه د خپلې موخې په لاسته را وړلو کې په کار واچوئ.
د یوې ثانیه لپاره فکر وکړئ، که چېرې په یوه ورځ کې ۲ ساعتونه د یوه مهارت د زده کولو په موخه ځانګړي کړۍ؛ کولی شئ د ۲ میاشتو په اوږدو کې په متوسط ډول د خپلو در امدونو کچه له ۱۰۰۰ ډالرو څخه تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې ورسوئ. دا ډول تغیراتو به ستاسو په وجود کې څه ډول احساس را منځته کړی وي؟ ستاسو د ژوند کولو تګلارې به څه ډول تغیر کړی وي؟
برایان ټرېسي وایي: ((ما دا نقطه له یوه ډېر پوه شخص څخه چې کاپ کامپیر (Kop Kopmeyer ) نومېږي زده کړې چې له ۵۰ کلونو څخه ډېر د بریالیتوب په برخه کې په مطالعه بوخت ده، هغه د برایالیتوب په اړه تقریباً ۱۰۰۰ اصول را وېستلي، کله مې چې له هغه سره لیدنه وه پوښته مې ور څخه وکړه؛ چې د یادو ۱۰۰۰ اصولو له منځ څخه کوم یو یې ډېر مهم ده؟ هغه وویل: د بریالیتوب له ثبوت شویو تګلارو څخه استفاده وکړه )).
د بریالیتوب اړینه څانګه دا ده چې؛ مهمه نه ده تر څو لومړی بایسکل اختراع کړئ، لاره له مخکې ستاسو پروړاندې چمتو شوې، یوازینی کار چې باید تر سره یې کړئ دا ده چې هره ورځ څو کوچني ګامونه د خپلې موخې په لوري واخلئ.
برایان ټرېسي وايي چې د سترو انسانانو د بریالیتوبونو او لاسته راوړنو ټول رازونه له غږیزو فایلونو، کتابونو، ویب پاڼو او نورو ځایونو څخه د لاسته راوړلو وړ دي، یوازیني څه ته چې اړتیا ده هغه په کار لاس پورې کول دي.
که چېرې یوازې د هغه څه په هکله چې غواړي یې فکر کوئ؛ هېڅ شی تغیر نه کوئ. درواغجن خیالات مو هره ورځ لمنځه یوسئ او پر ځای یې له واقعي خوبونو سره ژوند وکړئ. دا په ژوند کې د یوه فوق العاده بریالیتوب د کسب لپاره د برایان ټریسي له مهمو خبرو څخه ده.
دوام لري…